Connect with us

روغتيا

د روغتیا نړیوالې ټولنې د افغانستان د روغتیايي سیسټم د سقوط د مخنیوي غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: سلواغه ۷, ۱۴۰۰)

د روغتیا نړیوالې ټولنې یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د روغتیایي سکټور د سقوط د مخنیوي لپاره د تمویل پر میکانیزم غور وکړي.

د افغانستان لپاره روغتیایي پروګرام د روغتیایي سیسټم ملا تیر ګڼل کیږي؛ ځکه، چې دغه پروګرام په ۲۳۳۱ مرکزونو کې میلیونونو افغانانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د تېر حکومت له ړنګېدو او د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته له دغه پروګرام سره د مرستو ډېره برخه بنده شوې ده.

دا پروګرام پخوا د نړیوال بانک، اروپایي کمیسیون او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا تمویل شوی و.

په تېرو دوه لسیزو کې د افغانانو ژوند بدل شوی او په افغانستان کې د میندو او ماشومانو مړینه په ډراماټیک ډول کمه شوې ده، چې تر ډېره د روغتیایي پروګرام د بریالیتوب له کبله دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی، چې نن د افغانانو روغتیایي سیسټم له جدي ګواښ سره مخ دی او ښايي د روغتیا په برخه کې ټول پرمختګونه له خنډ سره مخ شي.

روغتيا

تېر کال په افغانستان کې دوه زره کسان د زړه د ناروغۍ له کبله مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۰, ۱۴۰۲)

د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې پر ورځ ( د تلې ۹ ) د زړه نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې ویلي، چې د زړه غیرساري ناروغي په نړۍ کې له لس وژونکیو ناروغیو څخه یوه ده.

د روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۲۲ ز. کال له مارچ څخه د ۲۰۲۳ کال تر اکتوبر میاشتې پورې په ټول هېواد کې په‌دې ناروغۍ اخته څه باندې ۶ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي؛ تېر کال په هېواد کې دوه زره کسان د زړه د ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

دغه راز د نوموړي د څرګندونو له مخې، هر کال شاوخوا شپږ زره کسان د زړه پر ناروغیو اخته کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رییس حیدر خان حیدر د څرګندونو له مخې؛ سګرت څښل، الکول، غیر صحي خواړه او په خلکو کې لوړ کولیسترول، د وینې لوړ فشار، ډېر وزن د زړه د ناروغیو اصلي لاملونه دي.

د زړه د ناروغيو د متخصصو داکترانو ټولنې رییس عبدالواحد صدیقي وايي، چې دغه اداره هره ورځ تر څلورو پورې د زړه عمليات ترسره کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازی د افغانستان د روغتیا له سکتور څخه د ملاتړ ترڅنګ وايي، چې دغه اداره د داکترانو او قابلو د ظرفیت لوړولو په برخه کې له روغتیا وزارت سره همکاري کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازی دیل آرا منوال وایي: د افغانستان د خلکو لپاره باید بشري مرستې دوام ومومي. مونږ په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي او مدیریت لپاره داکتران او قابلې روزو.

په افغانستان کې د زړه ناروغۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې په ټوله نړۍ کې دغه ناروغي ډېره شوې او هر کال ۲۰ میلیون کسان له دې ناروغۍ مري او د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د مېوو او سبزیجاتو استعمال ګټور دی.

Continue Reading

روغتيا

په ټول افغانستان کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

Published

on

(Last Updated On: تله ۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له نړیوالو ادارو سره د همغږۍ له مخې نن ( دوشنبه د تلې ۳) په هېواد کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ملي کمپاین پیل کړ.

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپانې له مخې؛ په دې کمپاین کې به له پېنځه کلو کم عمره څه باندې ۱۱ میلیون ماشومان د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دغه کمپاین کې ویتامین A کپسول هم له ۶-۵۹ میاشتو عمر لرونکیو ماشومانو ته ورکول کېږي.

ویتامین A د ماشومانو د سترګو، پوستکي او معافیت سیستم په ساتلو کې مرسته کوي.

د عامې روغتیا وزیر داکتر قلندر عباد ویلي: مونږ هوډ لرو، چې د خپلو شریکانو پر ملاتړ پولیو ناروغي په افغانستان کې ختمه کړو.

نوموړي زیاته کړې:  د پولیو ناروغۍ وروستۍ پېښې د اندېښنې وړ دي. د پولیو واکسین کمپاینونه او لومړني روغتیايي خدمتونه به تر هغې روان وي، چې دغه ناروغي مو له هېواده په بشپړه توګه له منځه وړې نه‌وي.

ګوزڼ یا پوليو يوه ويروسي ناروغي ده، چې درملنه نه‌لري او يوازې د واکسين پر مټ د مخنیوي او له منځه وړلو وړ ده.

په روان ۲۰۲۳ ز. کال کې د پولیو ناروغۍ پېنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

Continue Reading

روغتيا

له خوګ څخه انسان ته د زړه دوه‌یم پیوند ترسره شو

Published

on

(Last Updated On: تله ۱, ۱۴۰۲)

امریکايي جراحانو د خوګ زړه په یوه ناروغ انسان کې ځای پر ځای کړی، چې دا انسان ته د دغه زړه دوه‌یم پیوند دی، چې تجربه کیږي.

د امریکا د مریلنند ایالت داکترانو د جمعې پر ورځ ویلي، چې دوه ورځې وروسته دغه ناروغ سړی ټوکې کولې او پر څوکۍ کېناسته.

د مریلند په طبي پوهنتون کې د داکترانو د څرګندونو له مخې؛ پخوانی سرتېری لارنس فاسیت د زړه د ناروغۍ له مبله د مرګ تر څنډې رسېدلی و؛ خو نورې روغتیایی ستونزې پدې معنا دي، چې هغه د زړه دودیز پیوند تهه وړ نه و.

فاسیت  له عملیاتو وروسته، چې چارشنبه تر سره شږویویلي؛ هیڅوک نه پوهیږي، چې له دې ځای څخه به څه پیښیږي ؛ خو لږ تر لږه اوس زه امید او فرصت لرم. زه به د هرې ساه لپاره مبارزه وکړم، چې ایستلی یې شم.

راتلونکې څو اوونۍ به اړینې وي؛ خو داکتران د خوګ زړه له پیوندولو وروسته د فاسیت لومړني غبرګون څخه خوښ دي.

له حیواناتو څخه انسانانو ته د غړیو د لېږد هڅې له لسیزو راپدیخوا ناکامې شوي؛ ځکه، چې د خلکو د معافیت سیسټم سمدستي بهرني نسجونه له منځه وړي.

اوس ساینس پوهان هڅه کوي، چې د جینیکي پلوه له اصلاح شوي خنزیر څخه کار واخلي، چې د دوی غړي نور ورته، ورته کړي.

په یوه بیان کې د نوموړي میرمن  این فاسیت ویلي: مونږ له یو بل سره د ډیر وخت تمه کولو پرته بله تمه نه‌لرو. دا دومره ساده کیدی شي لکه په یوه دالان کې ناسته او یوځای کافي څښل.

دا ځل د خوګ د زړه پیوند له تېر پیونده څه توپیر لري:  تېر کال ساینس پوهانو په زړه کې د خوګ ویروس نښې ولیدلې؛ خو اوس دوی د پټو ویروسونو د موندلو لپاره غوره ازموینې لري او درمل یې هم بدل کړل.

روغتون ویلي؛ د جمعې تر ورځې پورې د هغه نوی زړه پرته له کوم ملاتړه ښه کار کوي.

د خوګ پیوند شوی زره ۱۰ اصلاح شوي جنونه لري، چې د خوګ ځینې جینونه له منځه وړي او ځینې انساني جینونه اضافه کوي، چې د انسان معافیت سیستم ته د منلو وړ وي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!