روغتيا
د روغتیا وزارت د UNDP او UNFPA پر همکارۍ د روغتیایي پاملرنې سیسټم پیاوړی کوي
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د عامې روغتیا وزیر په خپل دفتر کې د افغانستان لپاره د UNDP له رییس سټیفن روډریک، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (UNFPA) مشر کوابینا اسانټي او د دې بنسټ د اجرائیوي مرستیال او د عمومي منشي مرستیال اندریو سابرټن سره ولیدل.
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په یو لړ غونډو کې له اړوند نړیوالو شریکانو سره د افغانستان د روغتیایي سیسټم د بنسټونو د پیاوړي کولو لپاره د همکاریو پر پراخولو خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د عامې روغتیا وزیر په خپل دفتر کې د افغانستان لپاره د UNDP له رییس سټیفن روډریک، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (UNFPA) مشر کوابینا اسانټي او د دې بنسټ د اجرائیوي مرستیال او د عمومي منشي مرستیال اندریو سابرټن سره ولیدل.
په دې غونډه کې د روغتیایي مرکزونو لپاره د لمریزې برښنا سیسټم جوړولو، د مرکزونو غوره کولو، د ملاریا، نري رنځ او HIV د مخنیوي او د روغتیایي خدمتونو د ارزونې او شفافیت پلي کولو په اړه بحثونه او اندونه وړاندې شول.
د عامې روغتیا وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له همکارۍ څخه مننه کړې او د دې بنسټونو همکاري یې لرې پرتو سیمو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو، اړمنو سیمو او روغتیایي مرکزونو لپاره د لمریزې برښنا سیسټمونو جوړولو او د ساري ناروغیو کنټرول لپاره اړینه وبلله او د ټولو خدمتونو په وړاندې کولو کې د روڼتیا او حساب ورکولو اصولو ته پاملرنه یې اغېزمنه وګڼله.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر هم شفافیت او حساب ورکول خپل لومړیتوب وباله او وایي: “هغه به د افغانستان له روغتیا سیسټم سره همکاري روانه وساتي.”
دغه راز نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (UNFPA) مشر کوابینا اسانټي او د دې بنسټ له اجرائیوي مرستیال او د عمومي منشي انډریو سابرټن سره وکتل، چې په افغانستان کې د روغتیا سیسټم پیاوړتیا، د اړتیا په صورت کې د دوامداره مالي ملاتړ چمتو کولو، په روغتیایي سکټور کې د مرستو ښه مدیریت، د روغتیایي مرکزونو شمېر زیاتولو، د ګرځنده ټیمونو د اغېزمنتوب ښه کولو او په ثابتو مرکزونو بدلولو، د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم د روغتیایي خدمتونو چمتو کولو او د لومړیتوبونو پر بنسټ د خدمتونو پلي کولو په اړه بحث وکړ.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې پر اغېزمنتیا، ګټورتوب او شفافیت ټینګار وکړ او د روغتیا وزارت لومړیتوبونو ته پاملرنه یې اړینه وګڼله او د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو او د شته نړیوالو مرستو په ښه مدیریت کې یې د عامې روغتیا وزارت په ملي پالیسۍ ټینګار څرګند کړ.
دغه راز د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق مرستیال په روغتیا سکتور کې له روڼتیا څخه رضایت څرګند کړ او د افغانستان له روغتیایي سیسټم سره یې مرسته اړینه وبلله. هغه د مرستو په جذبولو کې هم د همکارۍ ژمنه وکړه.