تازه خبرونه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د یوه پلاوي پر ملتیا چین ته ولاړ

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ په دې پلاوي کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نور الدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم وردګ برخه لري.

Published

on

 د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د چین – جنوبي آسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون لپاره د چین ولسي جمهوریت ته ولاړ.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ په دې پلاوي کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نور الدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم وردګ برخه لري.

ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي به د خپل دغه سفر پر مهال د چین- جنوبي آسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون او وینا ترڅنګ د چین ولسي جمهوریت له یو شمېر چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مخکې له دې، چې چین ته ولاړ شي په کابل کې یې د چین له سفیر سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د چین سفیر ویلي وه، چې دواړو هېوادونو تل ښې اړیکې لرلي او چینایي شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.

ویل کیږي، چې چین ته د سفر په لړ کې به چینایي پانګوالو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ شي، چې په افغانستان کې د پانګونې ښه فرصتونه رامنځته شوي او دوی به په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی تړون؛ د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له‌پسې سرغړونو له کبله فسخه شو.

Trending

Exit mobile version