تازه خبرونه
د سروبي ولسوالۍ سیلاب ځپلیو ته د بیات بنیاد مرستې ووېشل شوې
د بیات بنیاد مرستې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ پر سیلاب ځپلیو او د جګړې پر بې ځایه شویو ووېشل شوې.
بیات بنیاد د وروستیو سیلابونو له زیانمنو شویو سره د مرستو په لړ کې له پروان او میدان وردګ وروسته د کابل سروبي ولسوالۍ ته هم مرستې ورسولې.
په دې مرستو کې اوړه، غوړي، وریځې او مکروني شامل دي.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي اسماعیل ویلي، دا ډول مرستې به د نورو ولایتونو اړمنو کورنیو ته هم ووېشل شي.
د دې بنسټ د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ په دې مرستو کې وریځې، غوړي، مکروني او اوړه شامل دي.
د سروبي ولسوال شاه محمود ابراهیم خېل اړمنو کورنیو ته د دې مرستو پر وېش خوښي وښوده او له نورو خیریه بنسټونو یې هم غوښتنه وکړه، چې زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وکړي.
سروبي د کابل ناامنه ولسوالۍ ده، چې په وروستۍ میاشت کې دغلته سیلابونو او بې رحمې جګړو ډېرې کورنۍ زیانمنې کړي دي.
د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکې خسته ګل، چې دا مرستې تر لاسه کړي، له بیات بنیاد مننه کوي او غواړي، چې نور بنسټونه هم ور سره مرستې وکړي.
له څه باندې یوې نیمې لسیزې راپدیخوا بیات بنیاد د هېواد په ګوټ – ګوټ کې پر اړو او زیانمنو کورنیو مرستې وېشي او د طبیعي آفتونو د زیانمنو شویو لاس نیوی یې ستر ماموریت دی.
