لوبی

د سريلانکا تیکشانا به د ټپ له کبله د اسيا کپ په وروستۍ لوبه کې نه‌وي

Published

on

د سریلانکا لوبډلمشر داسون شاناکا د شنبې پر ورځ تائید کړه، چې ماهیش تیکشانا به د ټپ له کبله د هند پروړاندې د اسیا جام په وروستۍ سیالۍ کې له ګډون بې برخې وي.

د فرانسې خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ ۲۳ کلن تیکشانا د پاکستان پر وړاندې د څلورو غوره سیالیو په پړاو کې پر زنګانه ټپي شو. سریلانکا دا لوبه وګټله او د یکشنبې پر ورځ یې پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

شاناکا په کولمبو کې د اتلولۍ د سیالۍ په څنډه کې خبریالانو ته وویل: نوموړی نه‌شي کولی په دې لوبو کې برخه واخلي؛ ځکه، چې د هغه ټپ درېیمه درجه دی؛ خو نړیوال جام سیالیو کې به ګډون ولري.

تیکشانا په پېنځه لوبو کې اته ویکتې واخیستې.

د سریلانکا کرکت بورد ویلي، چې تیکشانا تر درملنې لاندې دی او تکړه توپ وهومنکی ساهان اراچیګه به له لوبډلې سره یوځای شي.

سريلانکا او پاکستان په ګډه د دې سياليو کوربه و. سریلانکا د يوې کمزورې لوبډلې په توګه دې سياليو ته لار پيدا کړه؛ خو بریالی شو، چې د يوولسم ځل لپاره د اسيايي جام پايلوبې ته لار پيدا او د اووم ځل لپاره د اتلولۍ د ګټلو چانس خپل کړي.

دې هېواد د افغانستان پر وړاندې له پر زړه پورې بریا سره غوره څلور لوبډلو ته لاړ پیدا کړه او سره له دې، چې د هند پر وړاندې یې ماته وخوړ؛ خو بیا هم په غوره څلور لوبډلو کې یې خپل ځای وساته.

شاناکا ویلي: لوبغاړي واقعاً غواړي، چې هېواد ته خدمت وکړي. مونږ د یوه تیم په توګه کمزوری یوو، مونږ هم لکه نور غواړو، چې په لویو پړاوونو کې لوبه وکړو. دا ځوانان باید نړۍ ته وښيي، چې دوی څومره وړتیاوې لري.

وروستۍ لیدنه مه هیروئ!

په ټول هېواد کې به د کرکت مینه‌والو ته آریانا تلویزیون د یکشنبې پر ورځ ( د وږي ۲۶ ) د ماسپښین له ۱:۳۰ بجې څخه په ژوندۍ بڼه د دوه لوبډلو زړه‌راکښونکې وروستۍ ( فاینل) سیالي خپروي.

Trending

Exit mobile version