لوبی

د سریلانکا پر وړاندې شل اوریزو نړیوالو لوبو ته د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان شو

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۴, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره، چې ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ د شنبې پر ورځ پیل شي؛ د هېواد د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

لومړۍ لوبه به د سلواغې پر اته‌ویشتمه / د فبرورۍ پر اووه‌لسمه؛ دوه‌یمه د سلواغې پر۳۰ / د فبرورۍ پر نولسمه او درېیمه هغه د کب پر دوه‌یمه / د فبرورۍ پر یو‌ویشتمه ترسره شي.

راشد خان اوس هم د ملا د جراحي له کبله تر څارنې لاندې دی او پر ځای به یې ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر وي.

په ياد شوي نوملړ کې ابراهيم ځدراڼ (لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز (ويکټ کيپر)، محمد اسحاق رحيمي (ويکټ کيپر)، حضرت الله ځاځی، ګلبدين نايب، محمد نبي، نجيب ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، کريم جنت، شرف الدين اشرف، فضل الحق فاروقي، فرید احمد، نوین الحق، نور احمد، وفادار مومند او قیس احمد شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر احمدشاه سلیمانخېل وايي؛ د دغو سیالیو اهمیت ته پر پاملرنه زمونږ یوه موخه دا هم ده، چې ځوانو لوبغاړو ته د سږني ۲۰ اوریز نړیوال جام لپاره د ښې لوبې فرصت برابر او تجربه لرونکي لوبغاړو ترڅنګ ځوانان هم په پام کې ونیسو او وروزو

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان هم ویلي؛ تل مو ټینګار کړی، چې ټولو بڼو ته باید پياوړي لوبغاړي په پام کې ونیول شي. دغه راز لوبډلو ته د ځوانانو ورتګ هم زمونږ له مسوولیتونو ګڼل کیږي او تر دې دمه دغه چاره ښه روانه ده او دغه راز پر ملاتړې لوبډلې غور کوو، چې باید هیڅکله دغه کار له پامه ونه غورځول شي.

ټاکل شوې د افغانستان ملي لوبډله د ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ تر پیل مخکې د سې شنبې پر ورځ درېیمه او وروستۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه وکړي.

سریلانکا د یو ورځني لوبلړ لومړۍ دوه لوبې ګټلې دي.

آریانا نړیوال ټلویزیون دغه سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.

Trending

Exit mobile version