تازه خبرونه
د سعودي بشري مرستې کابل ته راورسېدې
د افغانستان اسلامي امارت چارواکي تائیدوي، چې نن (پنجشنبه د لیندۍ ۲۵) پر بشري مرستو بار د سعودي دوه الوتکې کابل ته راورسېدې.
چارواکو زیاته کړې، چې د سعودي نورې مرستې به هم ډېر ژر په څلور نورو الوتنو کې کابل ته راشي.
د پاچا عبدالله د حکومت د بشري مرستو مرکز د راپورونو له مخې؛ په دغو الوتنو کې له ۶۵ ټنو ډېر بشري اړین توکي کابل ته استول شوي دي.
د دغه مرکز عمومي مدير عبدالله الربیعه ويلي؛ سعودي عربستان پلان لري، چې په شپږ الوتنو کې ۱۹۷ ټنه بشري توکي افغانستان ته ولېږدوي.
هغه زیاته کړې چې د سعودي مرستې به د ۲۰۰ لاریو په واسطه د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
دغه راز عربي هېوادونو هوکړه کړې، چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو رسولو او د دوی د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره به د نړیوالو هڅو په هڅونه کې ونډه واخلي.
د ژمي له رارسېدو سره په ټول هېواد کې بېوزلي او بېکاري مخ په پراخېدو ده.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو سروې ښیي، چې د افغانستان له نیمايي زیات نفوس پر سختې خوارځواکۍ اخته دي.