سیمه ییز خبرونه
د سعودي عربستان او سوریې دفاع وزارتونو د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ
دغه تړون ریاض ته د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د سفر او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د هغه د لیدنې پر مهال لاسلیک شوی دی.
د سعودي عربستان او سوریې دفاع وزارتونو د چارشنبې پر ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک کړ. دا په داسې حال کې ده، چې د یمن حوثیانو اوس هم پر سعودي عربستان خپل بریدونه روان ساتلي دي.
دغه تړون ریاض ته د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د سفر او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د هغه د لیدنې پر مهال لاسلیک شوی دی.
دا په سعودي عربستان کې له یوې میاشتې څخه په کم وخت کې د دواړو لوریو دوهیمه لیدنه ده.
د دې هوکړهلیک د منځپانګې په اړه نور جزئیات خپاره شوي نهدي.
رویټرز خبري آژانس تېره میاشت راپور ورکړی و، چې سوریه له حوثیانو سره د سعودي عربستان د جګړې له پراخېدا وروسته دې هېواد ته د پوځي مرستې پر برابرولو احتیاطي غور کوي.
یوه سوریایي ډیپلوماټ هغه مهال ویلي وه، چې د پوځي همکارۍ یا د تجربو د تبادلې هر ډول غوښتنه به « یوازې له رسمي لارو او د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د تنظیموونکو دوهاړخیزو تړونونو په چوکاټ کې » ترسره کېږي.
سعودي عربستان له حوثیانو سره د جګړې له بیا پیل وروسته د دفاعي او بریدیزو مرستو ترلاسه کولو لپاره له امریکا نیولې د اروپا او منځني ختیځ تر هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې ده.
سعودي عربستان ته د احمد الشرع د سفر پر مهال دواړو هېوادونو څو نور تړونونه هم لاسلیک کړل. سعودي عربستان له سوریې سره مالي مرستې کوي او د بشار الاسد د حکومت له نسکورېدا وروسته یې له نړیوالو قدرتونو سره د دمشق د اړیکو په بیا ټینګولو کې مهم رول لوبولی دی.
د سوریې د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د سعودي عربستان پراختیايي صندوق د چارشنبې پر ورځ له دې وزارت سره شپږ تړونونه لاسلیک کړي، چې له مخې به یې د سوریې د پراختیايي او خدماتي برخو د ملاتړ لپاره د غوره شرایطو لرونکي څه باندې ۴۰۳ میلیون ډالرو پورونه ځانګړي شي.