سیمه ییز خبرونه

د سعودي ولیعهد د ایران له خلکو د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ

د سعودي ولیعهد د ایران له خلکو څخه د خپل هېواد د ملاتړ تر څنګ ټینګار وکړ، چې: “سعودي عربستان د خپلو ایراني وروڼو تر څنګ ولاړ دی او د هغوی د ملاتړ لپاره به هیڅ هڅه ونه سپموي.”

Published

on

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټیلیفوني اړیکه کې پر ایران د اسرائیلو بریدونه وغندل او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

د سعودي ولیعهد د ایران له خلکو څخه د خپل هېواد د ملاتړ تر څنګ ټینګار وکړ، چې: “سعودي عربستان د خپلو ایراني وروڼو تر څنګ ولاړ دی او د هغوی د ملاتړ لپاره به هیڅ هڅه ونه سپموي.”

هغه زیاته کړې؛ “اسلامي نړۍ د ایران په ملاتړ کې متحد ده.”

محمد بن سلمان زیاته کړې؛ ریاض له ټولو ډیپلوماټیکو چینلونو څخه کار اخلي او پر اسرائیلو فشار راوړي، چې خپل تېري ودروي.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې د اسرائیلو کړنې د تاوتریخوالي د زیاتولو او د امریکا د مداخلې لپاره لار اواروي.

نوموړی وایي: “د ایران اسلامي جمهوریت لخوا یو هوښیار او محاسبه شوی ځواب کولی شي د هغوی د بدې ګټې اخیستنې مخه ونیسي.”

په دې ټیلیفوني اړیکه کې د ایران ولسمشر د اسرائیلو رژیم هم تورن کړ، چې هڅه کوي په سیمه کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د ایران ټولې هڅې ګډوډې کړي.

هغه د حاجیانو د خدمت په برخه کې د سعودي عربستان له همکارۍ څخه مننه وکړه او د اسلامي هېوادونو ترمنځ یې د یووالي غوښتنه وکړه، چې د ” اسرائیلي رژیم د جرمونو، په ځانګړي توګه په غزه کې” مقابله وکړي.

پزشکیان ټینګار وکړ، چې سعودي عربستان، د خپل مذهبي نفوذ او سیمه‌ییز موقعیت په پام کې نیولو سره کولی شي د اسلامي هېوادونو د پیوستون په پیاوړتیا او په ټوله سیمه کې د مسلمانانو د حقونو په ملاتړ کې مهم رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ځینو راپورونو له مخې؛ اسرائیلو له امریکا څخه غوښتنه کړې، چې د ایران پر وړاندې په جګړه کې برخه واخلي.

Trending

Exit mobile version