نړۍ

د سعودي په یوه کارخونه کې اورلګېدنې ۱۶ بنګله‌دیشي کارګر وژلي

د راپورونو له مخې، اور د یکشنبې پر ورځ د ریاض د موسى سنایه په صنعتي سیمه کې لګېدلی دی.

Published

on

 

د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د څوکیو جوړولو په یوه فابریکه کې د اور لګېدو له کبله ۱۶ بنګله‌دېشي کارګر کډوال وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، اور د یکشنبې پر ورځ د ریاض د موسى سنایه په صنعتي سیمه کې لګېدلی دی.

د بنګله‌دېش بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پېښې وضعیت څاري او په ریاض کې د دغه هېواد سفارت له سعودي چارواکو سره خپل هېواد ته د مړو د لېږدولو چارې ترسره کوي.

د بهر میشتو د هوساینې او بهرنیو کارونو وزیر عارف الحق چوهدري چارواکو ته لارښوونه کړې، چې خپل مړي ژر تر ژره هېواد ته ولېږدوي او د قربانیانو کورنیو ته اړینې دولتي مرستې او غرامت برابر کړي.

شاوخوا ۳.۵ میلیون بنګله‌دیشیان په سعودي عربستان کې ژوند کوي او دغه هېواد د بنګله‌دېشي کارګرو کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېواد دی. دغو کارګرانو تېر کال له سعودي څخه خپل هېواد ته له ۲.۷ میلیارډ ډالرو ډېرې پیسې لېږلې دي.

Trending

Exit mobile version