نړۍ

د سوریې خلک نوې جګړې ته لېواله ندي- احمد الشرع

احمد الشرع، چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی؛ د تحریر الشام د اداری بورډ مشري کوي، چې تېره اوونۍ یې اسد له واکه لرې کړ او د دې کورنۍ د پېنځه لسیزو واکمنۍ یې پای ته ورسوله.

Published

on

د سوریې نوي حاکم احمد الشرع د شنبې پر ورځ ویلي، چې اسرائیل په سوریه کې د بریدونولپاره پلمې جوړوي؛ خو مونږ د بشارالاسد د واکمنۍ له پای ته رسېو وروسته پر بیارغونه تمرکز کوو او نویو جګړو ته لېواله نه یوو.

احمد الشرع، چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی؛ د تحریر الشام د اداری بورډ مشري کوي، چې تېره اوونۍ یې اسد له واکه لرې کړ او د دې کورنۍ د پېنځه لسیزو واکمنۍ یې پای ته ورسوله.

اسرائیل د ​​سوریې هغې غیر نظامي سیمې ته ننوتل، چې په ۱۹۷۳ کال کې د عرب – اسرائیل جګړې وروسته رامنځته شوې او د سوریې د ستراتیژیک هرمون غره یوه نظامي پوسته یې ونیوله.

اسرائیلو ویلي، چې هلته د پاتې کیدو اراده نلري او د سوریې د خاورې د اشغال نیت نلري یوازې د خبلو پولو د امنیت د تامین په خاطر یو محدود او موقت اقدام کړی دی. په داسې حال کې، چې اسرائیلو د سوریې د ستراتیژیکو وسلو پر زیرمو سلګونه بریدونه کړی او روان هم دي.

د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اردن په ګډون یو شمېر عربي هېوادونو د جولان د لوړو سیمو اشغال غندلی دی.

احمد الشعرع په یوه مرکه کې، چې د سوریې په ټلویزیوني اوبپاڼه کې خپره شوې ویلي؛ د اسرائیلو دلیلونه کمزوري دي او د دوی د وروستيو سرغړونې توجیه نه‌کوي. اسرائیلو پر سوریه ښکاره تېرې کړې، چې دا په سیمه کې د غیرعادلانه وضعیت د زیاتېدو ګواښ دی.

هغه زیاته کړې: له جګړې ستړي سوریه د نویو نښتو اجازه نه‌ورکوي. په دې پړاو کې لومړیتوب بیارغونه او ثبات دی، نه په شخړو کې ښکېل کیدل، چې د نورې ډېرې ویجاړۍ لامل شي.

د احمد الشرع د څرګندونو له مخې؛ ډیپلوماټیک حلونه د امنیت او ثبات د تضمین یوازنۍ لار ده، او بې محاسبې پوځي هڅو ته اړتیا نشته.

احمد الشعرا روسیې ته په اشارې سره چې نږدې یوه لسیزه مخکې یې پوځي مداخله د اسد په ګټه توازن کې مرسته وکړه او د دې اونۍ په پیل کې یې اسد ته پناه ورکړه، وویل چې له سوریې سره د مسکو اړیکې باید دوه اړخیزو ګټو ته خدمت وکړي.

هغه زیاته کړې؛ اوسنی پړاو د نړیوالو اړیکو مدیریت ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version