نړۍ
د سوریې د پخواني حکومت ځواکونو ۱۴ پولیس سرتېري ووژل
د سوریې کورنیو چارو نوي وزیر په یوه ټیلیګرام کې ویلي، چې په طرطوس کې د بشارالاسد د حکومت پاتې شونو ۱۰ پولیس هم ټپیان کړي او خبرداری یې ورکړی؛ «هر هغه څوک، چې د سوریې د امنیت د خرابولو یا د دې هېواد د وګړو ژوند په خطر کې اچولو جرأت وکړي؛ وبهځپل شي.
د سوریې انتقالي ادارې د پنجشنبې پر سهار څرګنده کړې، چې په طرطوس ښار کې د پخواني رژیم د وفادارو ځواکونو د برید له کبله د دې هېواد څوارلس پولیس سرتېري وژل شوي دي.
د سوریې کورنیو چارو نوي وزیر په یوه ټیلیګرام کې ویلي، چې په طرطوس کې د بشارالاسد د حکومت پاتې شونو ۱۰ پولیس هم ټپیان کړي او خبرداری یې ورکړی؛ «هر هغه څوک، چې د سوریې د امنیت د خرابولو یا د دې هېواد د وګړو ژوند په خطر کې اچولو جرأت وکړي؛ وبهځپل شي.
له دې مخکې، دولتي رسنیو راپور ورکړی و، چې د سوریې پولیسو په حمص ښار کې له هغې وروسته پر تګ راتګ بندیز ولګاوه، چې د علوي اقلیت او شیعه مسلمانانو لخوا د لاریونونو له کبله امنیتي اندېښنې رامنځته شوې.
دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د یوې شپې لپاره ګرځبندیز د ماښام له ۶ بجو څخه د سهار تر ۸ بجو پورې نافذ و.
د سوریې نویو مشرانو په وار وار ژمنه کړې، چې له مذهبي اقلیت ډلو څخه به ساتنه کوي.
د سوریې سواحلو ته نږدې په نورو سیمو کې هم لاریونونه ترسره شوي، چې د طرطوس په ګډون د هېواد ډېری علوی اقلیت په کې ژوند کوي.
دغه لاریونونه له هغې وروسته تر سره شوي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یوې ناڅرګندې بې نېټې ویډیو په حلب ښار کې د علویانو په یوه زیارت کې اور لګېدنه ښيي؛ وسلوال کسان شاوخوا ګرځي او د انسانانو د مړیو تر څنګ انځورونه اخلي.
د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي؛ دا ویډیو د نومبر په وروستیو کې پر حلب د بشارالاسد د ناپېژاندو مخالفانو د عملیاتو په اړه وه.
یاد وزارت زیاته کړې؛ څوک، چې اوس دا ویډیو خپروي په ښکاره فرقهیي شخړو ته لمن وهي.
د کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې د پخواني نظام ځینو غړیو د چارشنبې پر ورځ د سوریې په ساحلي سیمه کې د دغه وزارت پر ځواکونو برید کړی، چې ګڼ شمېر پولیسو ته یې مرګ او ژوبله اړولې ده.