Connect with us

نړۍ

د سوریې ولسمشر بشارالاسد په مسکو کې دی – د روسیې دولتي رسنۍ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي وه، چې بشارالاسد له سوریې څخه وتلی او د واک د سوله ییز لېږد امر یې له هغې وروسته ورکړ، د تحریرالشام جنګیالي د یکشنبې پر ورځ دمشق ته ورننوتل او د هغه د کورنۍ شاوخوا شپږ لسیزې واکمني یې پای ته ورسوله.

خپور شوی

د

د کریملین یوې سرچینې د یکشنبې پر ورځ د روسیې خبري سرچینو ته ویلي، چې روسیې د سوریې پخوانی ولسمشر بشار الاسد او کورنۍ  ته یې د بشري مرسې له مخې پناه ورکړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي وه، چې بشارالاسد له سوریې څخه وتلی او د واک د سوله ییز لېږد امر یې له هغې وروسته ورکړ، د تحریرالشام جنګیالي د یکشنبې پر ورځ دمشق ته ورننوتل او د هغه د کورنۍ شاوخوا شپږ لسیزې واکمني یې پای ته ورسوله.

د انټرفکس خصوصي خبري سرچینې او ​​دولتي رسنیو د کرملین د یوې بې نومه سرچینې د څرګندونو له مخې ویلي، چې د سوریې ولسمشر اسد او د هغه د کورنۍ غړي مسکو ته رسېدلي دي.

انټرفکس د کرملین د همدې سرچینې د څرګندونو له مخې ویلي، روسیه د سوریې د کړکېچ د سیاسي حل پلوي ده؛ ځکه، چې مسکو د اوږدې کورنۍ جګړې پر مهال د بشارالاسد ملاتړ کاوه.

سرچينې زياته کړې، چې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې بايد خبرې اترې بيا پيل شي.

په نړیوالو ټولنو کې د روسیې سفیر میخایل اولیانوف د ټیلیګرام پر پاڼه لیکلي؛ بېړنی خبر! بشارالاسد او د هغه کورنۍ په مسکو کې پنا اخیستې. روسیه په سختو شرایطو کې له ملګرو سره خیانت نکوي.

یادې سرچینې خبري آژانسونو ته ویلي؛ د سوریې د اپوزیسیون مشرانو هوکړه کړې، چې په سوریه کې د روسیې د پوځي اډو او ډیپلوماټیکو بنسټونو د خوندیتوب ضمانت وکړي.

ځینو روسي جنګي اوبلاګرانو ویلي، چې د اډو شاوخوا وضعیت خورا کړکیچن دی او سرچینې دا ندي ویلي، چې د امنیت تضمین به تر څومره وخته وي.

مسکو، چې د بشارالاسد کلک ملاتړی دی؛ په ۲۰۱۵ کال کې یې د شوروي له ړنګېدو وروسته د منځني ختیځ په تر ټولو لوی برید کې یې د مرستې لپاره مداخله وکړ او هڅه کوي، چې خپل دریځ پّ سیمه کې خوندي کړي.

د سوریې په لاذقیه ولایت کې د روسیې د حمیمیم هوايي اډه او په ساحل کې د تارتوس د سمندري تاسیساتو خوندي کول به مسکو ډاډمن کړي.

د تارتوس تاسیسات په مدیترانه کې د روسیې د بیارغونې یوازنی مرکز دی او مسکو له سوریې څخه د افریقا په دننه او بهر کې د خپلو پوځي قراردادیانو د الوتنې لپاره د یوه تمځي په توګه کار اخلي.

د لویدیځ پوځي شنونکي وايي، د تارتوس له لاسه ورکول به په منځني ختیځ، مدیترانې او افریقا کې د روسیې د قدرت د پروژې وړتیا ته یو جدي ګوزار وي.

پوځي شتون په شک کې دی

د روسیې جنګي بېړۍ له تارتوس څخه وتلې وې او د امنیتي دلایلو له مخې یې ساحل ته څېرمه ځای نیولی و، د حمیمیم هوايي اډه په اغېزمنه توګه وروسته له هغې پرې شوې وه، چې وسلوالو د یوه نږدې ښارګوټي تر ولکې لاندې راوست، کرد ځواکونو د فرات په اوږدو کې د روسیې د تاسیساتو د بندولو پیل وکړ او په دې سیمه کې یې د روسیې د پوستو مخه ونیوله.

ریبار اوبلاګ ویلي، په حمص کې د تیلو تاسیسات بند شوي دي.

رویټرز نشي کولی په خپلواکه توګه د ریبار ادعا تائید کړي.

له دې مخکې د یکشنبې پر ورځ د روسیې بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي وه، چې دغه دوه پوځي تاسیسات د چمتووالي په حال کې وه؛ خو هر ډول خطر یې کم اهمیته کړی و.

دې وزارت په داسې حال کې، چې د بشارالاسد له واک او سوریې څخه د وتلو اعلان وکړ، وویل: "اوس مهال د دوی امنیت ته کوم جدي ګواښ نشته."

د بشارالاسد، حکومت او وسلوالو ترمنځ د خبرو اترو په پایله کې هغه پرېکړه وکړه، چې له ولسمشرۍ څخه استعفا وکړي او هېواد پریږدي او د واک د سوله‌ییز لیږد لارښوونه یې وکړه. هغه زیاته کړې، روسیې په دغو خبرو اترو کې برخه نده اخیستې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، مسکو د سوریې پر پېښو اندېښمن دی.

د دې وزارت په خبرپانه کې راغلي؛ مونږ پر ټولو ښکېلو اړخونو غږ کوو، چې د تاوتریخوالي له کارولو ډډه وکړي او د حکومت ټولې ستونزې له سیاسي لارو حل کړي.

په دې برخه کې د روسیې فډراسیون د سوریې د اپوزیسیون له ټولو ډلو سره په اړیکه کې دی.

نړۍ

د شمالي کوریا ځانمرګو سرتېرو اوکراین ته په جګړه کې نوی ننګونه رامنځته کړه

د اوکراین ځانګړو ځواکونو د دوشنبې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د عملیاتو خپاره شوي توضیحات ښیي، چې په روانه اوونۍ کې یې د روسیې په کورڅک سیمه کې له یوې جګړې وروسته د شمالي کوریا له ۱۲ ډېرو سرتېرو مړي ارزولي دي.

Published

on

د اوکراین ځانګړو ځواکونو ویلي په روانه اوونۍ کې یې د روسیې په کورڅک سیمه کې د شمالي کوریا لږ تر لږه د ۱۲ هغو سرتېرو، چې ځانونه یې الوزولي؛ مړي ارزولي دي.

د روسیې په ملاتړ د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا د ځانمرګو بریدګرو شتون د کیف پوځ ته یوه نوې ننګونه رامنځته کړې ده.

د اوکراین ځانګړو ځواکونو د دوشنبې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د عملیاتو خپاره شوي توضیحات ښیي، چې په روانه اوونۍ کې یې د روسیې په کورڅک سیمه کې له یوې جګړې وروسته د شمالي کوریا له ۱۲ ډېرو سرتېرو مړي ارزولي دي.

په راپور کې راغلي، چې د سرتېرو د مړو تر منځ یو ژوندی هم وموندل شو؛ خو کله، چې دوی ورنږدې شول هغه خپل لاسي بم ته چاودنه ورکړه.

د اوکراین ځانګړو ځواکونو ویلي، چې د دوی سرتېري له چاودنې روغ رمټ وتلي دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له ډګر څخه پر شواهدو سربیره استخباراتي راپورونه او د تښتیدلو کسانو څرګمدونې ښیي، چې د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا ځینې سرتېري له دې هم سختې هڅې تر سره کوي.

په دې راپور کې د شمالي کوریا د ځینو پخوانیو سرتېرو لخوا چمتو شوو معلوماتو ته نغوته(اشاره) شوې ده.

د شمالي کوریا کیم نومی ۳۲ کلن پخوانی سرتېری، چې په ۲۰۲۲ کال کې سویلي کوریا ته تښتیدلی رویټرز ته ویلي: "د شمالي کوریا په پوځ کې ځانمرګی برید او ځان چاودنه یو حقیقت دی".

هغه د شمالي کوریا مشر ته په نغوته کې زیاته کړې: "دې سرتېرو، چې خپل هېواد یې هلته ( په اوکراین کې) د جګړې لپاره پریښی؛ په رښتیا هم چمتو دي، چې د کیم جونګ اون لپاره ځانونه قربان کړي."

کیم په سیول کې میشت دی؛ د بشري حقونو یوې ډلې رویټرز ته ورپېژندلی، چې وایي؛ هغه د شمالي کوریا د پوځ لپاره په روسیه کې د شاوخوا اووه کلونو لپاره تر ۲۰۲۱ پورې په ساختماني پروژو کې کار کړی، چې د رژیم لپاره بهرني اسعار وګټي.

د اوکراین او لویدیځو چارواکو ارزونې ښيي، چې پیونګ یانګ د کورڅک په سیمه کې د روسیې د ملاتړ لپاره شاوخوا ۱۱ زره سرتېري ځای پر ځای کړي دي. د اوکراین پوځ تېر کال په یوه ناڅاپي برید کې دا سیمه ونیوله او اوس هم هلته پاتې دي.

د کیف د راپور له مخې، د کورڅک په جګړو کې د شمالي کوریا له ۳ زره څخه ډېر سرتېري وژل شوي یا ټپیان دي.

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو لپاره د شمالي کوریا پلاوي د رویټرز غوښتنې ته له ځواب ډډه کړې ده.

دا لومړی ځل دی، چې شمالي کوریا خپل ځواکونه د ۱۹۵۰ -۱۹۵۳ کلونو تر منځ د کوریا له جګړې راپدېخوا له هېواده بهر په یوه لویه جګړه کې ښکېلوي.

 د راپورونو له مخې، شمالي کوریا پخوا د ویټنام او سوریې کورنۍ جګړې ته خورا لږ شمېر سرتېري لېږلي وه.

امریکا خبرداری ورکړی، چې د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا تجربه به د دې علت شي، چې دا هېواد "د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې د جګړې وس ومومي".

Continue Reading

نړۍ

له پوتین سره به ډېر ژر وګورم – ډونالډ ټرمپ

هغه د دې لیدنې لپاره مهالوېش ندی وړاندې کړی. روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې له اوکراین سره جګړه پیل کړه او دا به د دغې جګړې له پیل راپدېخوا د دې هېوادونو د مشرانو ترمنځ لومړۍ لیدنه وي.

Published

on

رویټرز د تسنیم خبري سرچینې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې راتلونکې اوونۍ له لوړې وروسته به د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره "ډېر ژر" وګوري.

هغه د دې لیدنې لپاره مهالوېش ندی وړاندې کړی. روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې له اوکراین سره جګړه پیل کړه او دا به د دغې جګړې له پیل راپدېخوا د دې هېوادونو د مشرانو ترمنځ لومړۍ لیدنه وي.

ټرمپ د نیوز مکس د جګړې د پای ته رسولو د سټراټیژۍ په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: "ښه! یوازې یوه سټراټیژي شته، چې هغه هم له پوتین سره تړلې ده. زه پوهیږم، چې هغه غواړي ما وویني او زه به ډېر ژر هغه ووینم. ما به دا کار ژر کړی وای؛ خو ... باید دفتر ته ننوځم. د ځینو شیانو لپاره باید هلته شتون ولرم."

د امریکا د کانګرس غړي او د ملي امنیت راتلونکی سلاکار مایک والټز د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ هغه تمه لري، چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ "په راتلونکو ورځو او اوونیو کې" اړیکه ونیول شي.

پر اوکراین د روسیې یرغل لسګونه زره خلک وژلي، میلیونونه یې بې ځایه کړي او د ۱۹۶۲ کال د کیوبا د توغندیو له ناورین راپدېخوا یې د مسکو او لویدیځ ترمنځ په اړیکو کې ترټولو لوی درز رامنځته کړی دی.

Continue Reading

نړۍ

د امریکا په ځنګلونو کې د اورلګېدو له کبله د مړو شمېر ۲۴ ته ورسېد

دا اورلګېدنه، چې د تېرې سې‌شنبې پر ورځ پیل شوې؛ د “سانتا آنا” نومو ځواکمنو بادونو له کبله خپور شو او تمه ده، چې د روانې اوونۍ تر نیمایي پورې به روان وي.

Published

on

د امریکا د کلیفورنیا د لاس انجلس د ځنګلونو په اورلګېدنه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه، زرګونه بې کوره، له ۱۲ زره څخه ډېرې ودانۍ ویجاړې او له سان فرانسسکو څخه لویه سیمه یې سوځولې ده.

دا اورلګېدنه، چې د تېرې سې‌شنبې پر ورځ پیل شوې؛ د "سانتا آنا" نومو ځواکمنو بادونو له کبله خپور شو او تمه ده، چې د روانې اوونۍ تر نیمایي پورې به روان وي.

د کالیفورنیا د اور وژنې ادارې راپور ورکړی، چې په هرسټ، پالیساډس، ایټون او کنټ سیمو کې اورلګېدنې شاوخوا ۱۶۰ مربع کیلومټره ساحه ورانه کړې ده.

د اور لګېدو لامل تر اوسه معلوم ندی؛ خو لومړني اټکلونه ښيي، چې دا به د امریکا په تاریخ کې تر ټولو زیانمنه اورلګېدنه وي.

د اکیو ویډر شرکت لومړنی څېړنې د دې اورلګېدنې له کبله اقتصادي زیان او زیانونه له ۱۳۵ څخه تر ۱۵۰ میلیارډ ډالرو پورې اټکلوي.

د اور لمبو د لاس انجلس څو ګڼ‌مېشتې سیمې لکه پاسیفیک پالیساډس او الټاډینا ګواښلي او ویجاړې کړې دي.

شاوخوا ۱۵۰ زره خلک له سیمې ایستل شوي او له ۷۰۰ څخه زیاتو کسانو ته په ۹ مرکزونو کې پناه ورکړ شوې ده.

د کالیفورنیا د اور وژنې څانګې راپور ورکړی، چې د یکشنبې تر ورځې پورې په پالیساډس کې اور ۱۱ سلنه او په ایټون کې ۲۷ سلنه کنټرول شوی دی.

دغه راز د یکشنبې تر سهار پورې په کالیفورنیا کې نږدې ۷۰ زره پېرودونکي له برښنا څخه بې برخې ول، چې له نیمایي ډېر یې د لاس انجلس دي.

چارواکو په ټوله سیمه کې د فاضله اوبو، اوبو او برښنا بنسټونو ته د پام وړ زیان راپور ورکړی دی.

د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې خبرداری ورکړ، چې د سانټا آنا ځواکمن بادونه ښایي ډېر ژر بېرته راوګرځي او د چارشنبې پر ورځ یې د ځنګل د اور سخت خبرداری ورکړ.

که څه هم اورلګېدنې په لاس انجلس کې یو شمېر مشهورې ودانۍ او د فلمونو د جوړولو ځایونه په اور کې سوځولي دي؛ خو د عبادت څو ځایونه هم سوځېدلي، چې په کې یو جومات، یوه کنیسه، یوه د کاتولیکو کلیسا او شاوخوا دولس پروټسټانټ کلیساګانې هم سوځېدلي دي.

د کالیفورنیا د پوهنې وزارت د چارشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې په لاس انجلس، سان برنارډینو، ریورسایډ، وینټورا او سان ډیاګو ښارونو کې ۳۳۵ ښوونځي تړل شوي او احتمال لري، چې د دوشنبې پر ورځ هم تړلي پاتې شي.

دغه راز د لاس انجلس والي کارن باس د مدیریتي مشرتابه د ناکامیو له کبله د مخ پر زیاتېدونکو نیوکو سره مخ شوی دی.

د کالیفورنیا والي ګاوین نیوسام د جمعې پر ورځ د ایالت چارواکو ته امر وشو، چې د ۴۴۰ میلیون لیتري اوبو ټانکر د خرابۍ په اړه تحقیقات وکړي، چې په پایله کې یې په لاس انجلس کې د اور وژنې په څو ځایونو کې د اوبو کمښت رامنځته شو.

د لاس انجلس د اور وژنې رییس کریسټین کرولي ویلي، چې د ښار مشرانو د اور وژنې وسایلو لپاره د کافي فنډونو پر نه ورکولو د هغه څانګه کمزورې کړې ده او د اوبو پر کمښت یې نیوکه وکړه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!