تازه خبرونه

د سولې بهیر دې له بهرنۍ پروژې راووځي – حامد کرزی

Published

on

پخواني ولسمشر حامد کرزی له حکومت او طالبانو غوښتي، چې د سولې بهیر باید له بهرنۍ پروژې راووځي او ملي بڼه دې خپله کړي.

نوموړي په کابل کې د سولې همغږۍ کنفرانس ته د وینا پر مهال ویلي، چې سوله باید پر ملي بهیر واوړي. هغه له طالبانو غوښتي، چې بامیان د سولې خبرو اترو لپاره غوره کړي.

هغه د ” کابل د سولې همغږي” نومي کنفرانس ته، چې د ملت ګوند لخوا جوړ شوی ویلي، چې د سولې خبرې؛ ځکه بې پایلې ښکاري، چې د بهرنۍ پروژې بڼه یې خپله کړې او یا ترې پروژوي ګټه اخیستل کیږي.

حامد کرزي پر حکومت او طالبانو غږ کړی، چې د سولې خبرې دې له دې وضعیته راوباسي او دا پر ملي بهیر دې بدل شي، چې ژر تر ژره پای ته ورسول شي.

هغه دا هم ویلي، چې د افغانستان خلک له یو بل سره د دښمن په توګه مخامخ شوي؛ ځکه، نو د سولې خبرې باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي.

هغه وایي: راځئ، چې سوله یو ملي  کړو. خپله او د خپلې خاورې یې کړو. خدای دې وکړي، چې  طالبان او زمونږ حکومت ووايي؛ راځئ چې بامیانو ته ولاړ شو. مونږ ښه هوټلونه لرو او هم ښه هوا او نه هوا بدلونې ته اړتیا شته.

هغه د نورو ولایتونو یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې دا ولایتونه د خبرو اترو ځای کیدی شي.

حامد کرزي زیاته کړې؛ که د سولې بهیر له یوې بهرنۍ پروژې څخه یو ملي بهیر ته راواړول شي، نو خبرې اترې به مو ډېر ژر پای ته ورسیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د سولې له خوندي کولو وروسته کولی شو له ګاونډ هېوادونو او نړۍ سره په ملي اراده او خپلواکه خبرې وکړو.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوه یم نړیوال جنګ د سولې خبرو تجربو ته نغوته وکړه او وایي، چې د لویې کچې جنګونه د ژورو خبرو اترو په لنډه موده کې پای ته رسیدلی او د افغانستان د سولې خبرې باید د یوې میاشتې یا لږ ورځو په اوږدو کې ترسره شي.

د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا په ګډون نورو چارواکو هم په دې ناسته کې برخه اخیستې وه او ټولو د سولې بهیر د ملي کیدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version