تازه خبرونه
د سولې د خبرو اترو د دوه یم پړاو پیلیزه ناسته تر سره شوه
د سولې د خپلمنځي خبرو جمهوریت پلوي او طالب ډلو د چارشنبې پر شپه ناوخته تائید کړه، چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د دوه یم پړاو پیلیزه ناسته په رسمي بڼه پیل او تر سره شوې ده.
په یوه ټویټ کې د جمهوريت ډلې څرګنده کړې؛ د افغانانو ترمنځ د خبرو دوه یم پړاو پیلیزه ناسته د چارشنبې پر ورځ (د مرغومي ۱۷) پیل شوه. ټاکل شوې ده، چې د دواړو لوریو کرګه ګۍ د شنبې پر ورځ د اجنډا د اړوند برخو خپل کار پیل کړي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي ویاند محمد نعیم هم تائید کړې، چې له درې اوونیو دمې وروسته په دوحه کې د خپلمنځي خبرو پیلیزه ناسته پیل شوه او د شنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۰) به د اجنډا په اړه خبرې کار پیل شي.
په دې توګه د یوې ورځي تخنیکي ځنډ له کبله د افغانستان د خپلمنځي خبرو جمهوریت پلوی پلاوی د سې شنبې پر ورځ له کابل څخه دوحې ته سفر وکړ.
د تېر کال د سپټمبر پر ۱۲ په دوحه کې د سولې خبرو اترو د پیل راپور ورکړ شو، چې له درې میاشتو خبرو او بحثونو وروسته دواړو لوریو د سولې خبرو اترو د اجندا په اړه د اړوند غوښتنو نوملړ تبادله کړ او پرېکړه وشوه، چې د خبرو دوه یم پړاو به د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د جنورۍ پر پېنځمه پیل شي.
تېره میاشت په دې اړه سرچینو څرګنده کړې وه، چې د حکومتي ډلې لخوا طالبانو ته اجنډا ۲۸ ماده ییزه مسوده ورکړ شوې وه او طالبانو د ۲۱ مادې د جمهوريت پلاوي ته وسپارلې او درې اوونیزې مشورې پرې تر سره شوې.
د یادونې ده، چې د جمهوريت او امارت دواړو ډلو د سولې خپلمنځي خبرو لومړي پړاو د سپټمبر پر ۱۲ پیل کړی و.
