سیمه ییز خبرونه
د سپوږمکۍ انځورونه د ایران د توغندیو پر ودانیو د اسرائیلو برید ښیي
دا ارزونه په جلا توګه د ډیویډ البرایټ، د ساینس او نړیوال امنیت د انسټیټیوټ رییس او ډیکر ایولیټ په سیان – ای فکري خونه کې د څېړنې شنونکي ترسره کړي دي.
د رویټرز څرګنده کړې؛ د سوداګریزې سپوږمکۍ انځورونه ښیي، چې د اسرائیلو الوتکو د شنبې پر ورځ ( د لړم پېنځمه) په ایران کې هغه ودانۍ پر نښه کړې، چې د بالستیک توغندیو د تېلو لپاره کارول کېدي.
دا ارزونه په جلا توګه د ډیویډ البرایټ، د ساینس او نړیوال امنیت د انسټیټیوټ رییس او ډیکر ایولیټ په سیان – ای فکري خونه کې د څېړنې شنونکي ترسره کړي دي.
دې څېړونکیو تائید کړې: اسرائیلو د ایران پر دوه پوځي اډو، پارچین او خجیر، چې تهران ته څېرمه موقعیت لري؛ بریدونه کړي دي.
پارچین یو لوی پوځي کمپلکس او خجیر د توغندیو د تولید ځای دی، چې مخکې یې د پراخېدو راپور ورکړ شوی و.
ایولیټ ویلي، چې دې بریدونو ممکن د توغندیو د تولید لپاره د ایران وړتیاوې زیانمنې کړي دي.
د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ، چې دغه بریدونه په درې پړاوونو کې همهاله د تهران او د ایران د لویدیځ په ګډون پر بېلابېلو سیمو ترسره شوي او هدف یې د توغندیو تولیدي فابریکې او نورې پوځی ودانۍ وې.
دا بریدونه د ایران لخوا د اکتوبر پر لومړۍ د اسرائیلو پر لوري د څه باندې ۲۰۰ توغندیو د توغولو په ځواب کې تر سره شوي دي.
د ایران پوځ د دغو بریدونو په ځواب کې څرګنده کړې: د اسرائیلو جټ الوتکو، چې سپکې خولۍ یې لېږدولي؛ د ایلام، خوزستان او د تهران د شاوخوا سیمو رادار سیسټمونه یې ویشتي دي.
انځورونه ښیي، چې پر خجیر د اسرائیل په برید کې د بالستیک توغندیو د تیلو دوه ودانۍ ویجاړې شوې دي.
دا ودانۍ پر خاورو پوښل شوې وې، چې ورسره د نورو ودانیو د چاودنې مخه ونیول شي. دغه راز له پارچين څخه نور انځورونه هم ښيي، چې د تېلو درې ودانۍ او يو ګودام ويجاړ شوي دي.
ویل کیږي، چې دا تجهیزات د “خیبر” او “حاج قاسم” راکټونو په جوړولو کې کارول شوي. دا هماغه راکټونه دي، چې ایران د میاشتې په پیل کې د اسرائیلو پر لور توغولي وه.
اسرائیلي سرچینو اعلان وکړ، چې په دې بریدونو کې د بالاستیک توغندیو د تېلو هغه مکسرونو ویجاړ شوي، چې ایران یې له چین څخه واردوي.
ایران په منځني ختیځ کې د توغندیو تر ټولو ستره کارخونه ده.
د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې ایران روسیې، د یمن حوثيانو او د لبنان حزب الله ته ترې توغندي استولي دي؛ خو ایران او روسیه، روسیې ته د راکټونو د استولو ادعاوې ردوي.
پر ایران د اسرائیلو هوايي برید د افغانستان، سعودي عربستان، قطر، عراق، پاکستان او لبنان په ګډون یو شمېر اسلامي هېوادونو د اسرائیلو برید غندلی او پر ټولو خواوو یې غږ کړی، چې له زغم کار واخلي او د تاوتریخوالي له پارولو ډډه وکړي.
اروپا او لوېدیځو هېوادونو په داسې حال کې، چې د دغه برید له غندلو یې ډډه کړې؛ ایران ته یې ګواښ کړی، چې له ځواب ورکولو ډډه وکړي.
د یادونې ده، چې د ایران لوړپوړیو چارواکو هم دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې دوی له ځانه د دفاع حق لري او په مناسب وخت کې به ځواب ورکړي.