روغتيا
د سږني کال د ګوزڼ ضد واکسین لومړۍ پړاو پيل شو
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، چې نن سې شنبه د مرغومي ۲۸ په ټول افغانستان کې د نوي زېږدیز کال د ګوزڼ واکسین لومړنی پړاو پيل کړی دی.
د یاد بنسټ د څرګندونوله مخې؛ ټاکل شوې، چې څلورو ورځو کې به له ۵ کلونو څخه کم عمره ۹ اعشاریه ۹ میلیون ماشومان واکسین شي.
دغه بنسټ ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د ګوزڼ ویروس تر ټولو کمه کچه ثبت شوې، چې د دغه ویروس د له منځه وړلو لپاره يې ښه زمینه برابره کړې ده.
د یونیسف د څرګندونو له مخې؛ د تېر کال د نومبر په دوه بېلا بېلو پړاوونو کې ۸ اعشاریه ۵ میلیون ماشومان او د همدې کال په ډسمبر کې اته میلیون ماشومان واکسین شوي دي.
دې بنسټ په ډاګه کړې؛ تېر کال د ګوزڼ څلور پېښې په افغانستان کې ثبت شوي، چې لومړۍ هغه يې په غزني او درې نورې بیا په کندهار کې ثبت شوې دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازې آلیس آکونګا ویلي، چې دغه اداره په افغانستان کې د ګوزڼ او نورو ناروغیو د له منځه وړلو هڅه کوي.
دې ادارې له اسلامي امارته غوښتي، چې د سیمه ییزو کارکوونکیو امنیت خوندي کړي.
همدارنګه په افغانستان کې د نړیوالې روغتیا ټولنې مسوول ډاپنګ لو ویلي: ۲۰۲۲ کال په افغانستان کې د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره ښه فرصت برابر کړی، چې ورسره به نور پېنځه پړاوونه هم بښپړ شي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د ماشومانو ګوزڼ په کې پوره له منځه ندی تللی.