تازه خبرونه

د سږنۍ عاشورا د مراسمو امنیت بې ساری و – امیرخان متقي

امیر خان متقي په کابل کې یوې ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د اسلامي امارت د لومړني مشر ملا محمد عمر د پاڅون له وخت راپدیخوا په افغانستان کې د سني او شیعه ترمنځ کومه ستونزه نده رامنځته شوې او په دې اړه د دښمنانو د دسیسو مخه نیول شوې ده.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۹, ۱۴۰۳

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ويلي؛ سږ کال د ټول هېواد د عاشورا مراسم په بشپړ امنیت او ډاډمنه فضا کې ترسره شول، چې سارې نلري.

امیر خان متقي په کابل کې یوې ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د اسلامي امارت د لومړني مشر ملا محمد عمر د پاڅون له وخت راپدیخوا په افغانستان کې د سني او شیعه ترمنځ کومه ستونزه نده رامنځته شوې او په دې اړه د دښمنانو د دسیسو مخه نیول شوې ده.

متقي وایي: له هغې ورځې ( د ملا محمد عمر له ظهور) څخه تر ننه پورې، چې کوم تدبیرونه نیول شوي، کوم حکمت، چې پر کار اچول شوی، د هغه حکمت او تدبیر برکت دی، چې الحمدلله په افغانستان کې د شیعه او سني مسئله نده راپورته شوې.
هغه زیاته کړې، په تېرو شل کلونو کې دښمنان د مذاهبو تر منځ د اختلاف او نفاق په رامنځته کولو کې بریالي شوي ندي.

اړوند خبرونه: 

لویدیځ خپل معلومات له غرضي کړیو راټولوي – امیر خان متقي

افغانستان به نور د نړۍ د سترو ځواکونو د جګړې ډګر نه وي ـ مولوي متقي

Trending

Exit mobile version