لوبی
د سکاتلیند کرکت ملي لوبډلې اماراتو ته له ماتې ورکولو وروسته شپږم پړاو ته لار وموندله
د سکاتلیند کرکت ملي لوبډلې د جمعې پر ورځ په (B) ګروپ کې عربي متحده اماراتو ته پر ماته ورکولو د ۲۰۲۳ ز. کال د نړیوال جام شپږم پړاو ته لار پیدا کړه.
د فرانسې خبري سرچینې د څرګندونو له مخې: سکاتلیند، چې په تېره لوبه کې ایرلیند ته د یوې ویکتې پر توپیر ماته ورکړې وه؛ عربي متحده عربي اماراتو ته یې پر ۱۱۱ منډو ماته ورکړه.
ریچي برینګتن د نهه څلوریزو او درې شپږیزو په ګډون ۱۲۷ منډې جوړې کړې، چې له دې سره سکاتلیند لوبډلې د اته لوبغاړیو پر سوځیدو ۲۸۲ منډې جوړې کړې.
مایکل لیسک هم پر ۴۱ منډو وسوځېد.
موخې ته د رسېدو لپاره د عربي متحده اماراتو لوبډلمشر محمد وسیم ۳۶ منډې وکړې؛ خو د لوبډلې لوبغاړي یې په منظمو واټنونو کې وسوځېدل او هدف ته له رسېدو پاتې شول.
ویست اندیز او زیمبابوې، چې هر یو دوه بریاوې لري؛ د شنبې پر ورځ مخ کیږي. دا دواړه لوبدلې د A ګروپ شپږم پړاو ته د لار موندلو لپاره په ښه حالت کې دي.