تازه خبرونه
د شانګهای همکاریو ټولنې دوه ورځنۍ سرمشریزه په مسکو کې ترسره شوه
پاکستان د افغانستان ثبات د سیمهییز امنیت لپاره اړین وباله او هند وویل، چې له افغانستان سره به خپلې بشري مرستې روانې ساتي.
په مسکو کې د شانګهای همکاریو ټولنو مشرانو دوه ورځنۍ غونډه په داسې حال کې ترسره شوې، چې د پاکستان او هندوستان چارواکو د خپلو ویناوو لویه برخه افغانستان ته ځانګړې کړې ده.
پاکستان د افغانستان ثبات د سیمهییز امنیت لپاره اړین وباله او هند وویل، چې له افغانستان سره به خپلې بشري مرستې روانې ساتي.
دا غونډه د روسیې لومړي وزیر پیل کړه او په کې د هند، پاکستان او چین په ګډون د شانګهای ټولنې غړو هېوادونو چارواکو ګډون کړی و.
د پاکستان لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار د خپلې وینا یوه اړینه برخه افغانستان ته ځانګړې او داسې څرګنده کړه؛ د دې هېواد امنیت د ټولې سیمې لپاره ډېر اړین دی.
نوموړی وایي: « د تلپاتې اقتصادي پراختیا ترلاسه کول د سیمې له سولې او امنیت پرته ناشوني دي. په افغانستان کې د ثبات ټینګول زمونږ د سیمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره اړین دي. پاکستان اوس هم د یوه سولهییز، باثباته، یو موټي او هراړخیز پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی؛ یو داسې افغانستان، چې له خپل ځان او له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې وي».
دغه راز د هند بهرنیو چارو وزیر د شانګهای د غړو ترمنځ د بشري، کلتوري او اقتصادي همکاریو پر اړتیاوو ټینګار وکړ او وایي، چې هند سږکال د افغانستان په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د سرطان درملنې تجهیزات، واکسینونه او روغتیايي مرستې چمتو کړې دي.
د هند بهرنیو چارو وزیر اس جیشنکر وایي: « د افغانستان د وروستیو زلزلو پر مهال زیانمن شویو سیمو ته پر همغه ورځ زمونږ بېړني مرستندویه توکي ورسېدل. د پېښو پر وړاندې زمونږ د مقاومت لرونکو بېخبناوو ابتکار هم د پام وړ دی.»
دا سیمهییزه غونډه په داسې حال کې ترسره شوې، چې د اوسني افغان حکومت هیڅ استازی ورته بلل شوی ندی. که څه هم افغانستان او منګولیا په شانګهای همکاریو ټولنه کې د څارونکو هېوادونو په توګه منل شوي؛ خو د اسلامي امارت استازی له تېرو څلور کلونو راپدېخوا په دې غونډو کې غیر حاضر دی.
کارپوهان وايي، چې د شانګهای همکاریو ټولنې په غونډو کې د افغانستان ګډون د امنیت، اقتصاد، ټرانزیټ، پانګونې او ډیپلوماټیکو اړیکو لپاره اړین دی.
که څه هم د دې ناستې کوربه روسیې اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی او له دې مخکې د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي داسې ټینګار کړی و: په ټولو هغو غونډو کې، چې د روسیې پر کوربتوب تر سره کېږي؛ د افغانستان استازی به په کې وي، خو تر اوسه د اسلامي امارت د استازي د نه ګډون لامل روښانه شوی ندی.
تازه خبرونه
د هېواد په ۸ ولایتونو کې ۱۶ میرمنې له خپلو شرعي حقونو برخمنې شوې
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت محتسبینو ویلي:« یادې ميرمنې، چې له څه وخت راپدېخوا د خپلو کورنیو له لوري د ناوړه دودونو او بې معنا غیرتونو پر بنسټ ځورول کېدلې او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې؛ د اړوند محتسبینو پر هڅو وژغورل شوې.
په خوست، غزني، سمنګان، کاپیسا، کندوز، غور، بدخشان او روزګان ولایتونو کې۱۶ میرمنې، چې له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې؛ له شرعي حقونو برخمنې کړې.
محتسبینو زیاته کړې؛ دوی د میرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هیچاته به اجازه ور نکړي، چې د میرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.
ویل کیږي، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد پر کچه د میرمنو حقونو ته د لاسرسي په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې په کې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.
تازه خبرونه
د تورخم له لارې جبري ستنېدا افغان کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړي
د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ ډېری دغه کورنۍ سرپناه نلري، د کار موندلو له پوره ستونزو سره مخ دي، کافي خوړو ته لاسرسی نلري او د ژوندانه له بنسټیزو خدمتونو بېبرخې پاتې دي.
د ناروې د کډوالو شورا ويلي؛ هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ افغان کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته جبري ایستل کیږي.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ ډېری دغه کورنۍ سرپناه نلري، د کار موندلو له پوره ستونزو سره مخ دي، کافي خوړو ته لاسرسی نلري او د ژوندانه له بنسټیزو خدمتونو بېبرخې پاتې دي.
یاد بنسټ خبرداری ورکوي، چې د راستنېدونکو بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او بېړنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا شته.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فډراسیون تازه خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانانو بېرته ستنېدا د افغانستان پر نازک بشري وضعیت بېساری فشار راوړی دی.
د دې فډراسیون د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د نومبر تر پای پورې له ایران او پاکستان څخه له ۵.۲ میلیون ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
د جبري لېږد دا څپه د افغانستان په معاصر تاریخ کې د نفوسو له سترو لېږدونو څخه ګڼل کېږي، چې له ۳.۶ میلیون ډېر کسان یوازې له ایران څخه راستانه شوي، چې لږ تر لږه یې ۱.۲ میلیون جبري ایستل شوي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان لوی درستیز په دفاعي نندارتون کې د ګډون لپاره قطر ته تلی
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي په ایکس له دې سفره خبر ورکړی دی.
د افغانستان د پوځ ستر درستیز فصیحالدین فطرت د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي اتهویشتمه) قطر ته پر سفر ولاړ، چې په د دوحې نړیوال دفاعي نندارتون او کنفرانس (DIMDEX 2026) کې ګډون وکړي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي په ایکس له دې سفره خبر ورکړی دی.
د دوحې نړیوال دفاعي نندارتون او کنفرانس (DIMDEX) به د جنورۍ له نولسمې څخه تر دوهویشتمې پورې ترسره شي.
ویل کیږي، چې سږنی DIMDEX بهو چې له ۲۰۰۸ کال له پیل راپدېخوا تر سره کیږي تر ټولو ستره ننداره وي.
-
تازه خبرونه5 days agoافغان او انډونیزیایي استازیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
روغتيا5 days agoد روغتیا وزارت مرستیال له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoجاپان په افغانستان کې له روغتیایي برخې سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله افغانستان ته سفر کوي
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ ویزې وځنډولې
-
تازه خبرونه4 days agoنږدې یو میلیون غیرقانوني افغانان خپل هېواد ته ستانه شول – ټریبیون ورځپاڼه
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د روسیې او امریکا اړیکې
-
تحول5 days agoتحول: کابل ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د سیاسي مرستیالې سفر
