تازه خبرونه
د شانګهای همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ثبات پر ټینګښت خبرې وکړې
د شانګهای د همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ثبات پر ټینګښت او په دغه هېواد کې د تروریزم او مخدره توکو له ګواښونو سره د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې د تروریستي ګواښونو او په افغانستان کې د ثبات له ټینګښت سره د مرستې په اړه خبرې وکړې.
د قزاقستان د رسنیو د راپور پر بنسټ، د شانګهای همکاریو ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې د دې ټولنې د راتلونکې غونډې په اړه، چې ټاکل شوې د روان کال د جولای په میاشت کې جوړ شی، بحث او خبرې وکړې.
د دې ټولنې د نوي عمومي منشي لپاره د نوماندانو څېړل او د منځني ختیځ مسایل د دغې غونډې د نورو موضوعاتو په توګه اعلان شوي دي.
دغه راز دوی په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت، د «ترهګرۍ» ګواښونو او نشهيي توکو سره د مبارزې په اړه هم سلا مشورې کړې دي.
د دې غونډې مشري د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مراد نورتلو کوي؛ چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ایران، هند او پاکستان د شانګهای همکاریو ټولنې غړي دي.
دغه ټولنه افغانستان، منګولیا، بیلاروس، عراق او سریلانکا ته د څارونکیو په توګه بلنه ورکوي؛ خو دا مهال د اسلامي امارت استازي دغې غونډې ته ندي بلل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د دې ټولنې د غړیو هېوادونو استازو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د دې سیمهییزې ټولنې د غړیو هېوادونو لپاره یو جدي ګواښ وباله او له اسلامي امارت یې وغوښتل، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.
اسلامي امارت تل ویلي، چې په هېواد کې امنیت خوندي دی او د افغانستان خاوره به د سیمې او نړۍ د کوم هېواد پر ضد نه کارول کیږي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په استانه کې د شانګهای د همکاریو ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو شورا د غونډې په څنډه کې د تاجکستان بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهرالدین سره وکتل. د دواړو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا او د لوړې کچې د خبرو اترو په برخه کې پخپلو ژمنو ټينګار وکړ. دوی همداراز د دواړو هېوادونو او سیمې د متقابلو ګټو لپاره د کاسا زر پروژې او د سیمهییز ادغام او ارتباطاتو د نورو پروژو پر ژر تطبیق ټینګار وکړ.