نړۍ

د شتمنو هېوادونو د مرستو کمېدو له کبله په نړۍ کې د لوږې بحران پراخه شوی دی

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ملګرو ملتونو د سې‌شنبې پر ورځ ( د مرغومي څلورمه ) ویلي، چې دا ټولنه کولی شي د ۳۰۷ میلیون خلکو شاوخوا ۶۰ سلنې سره، چې په راتلونکي کال کې وږې پاتې نشي د بشري مرستو لپاره پیسې راټولې کړي.

Published

on

د هرې ورځې پر تېریدو د هغو کسانو شمېر، چې له لوږې سره مخ دي او یا د لوږې د له منځه وړلو لپاره هڅه کوي؛ مخ پر زیاتېدو دی او دغه راز د هغو مرستو کچه، چې د نړۍ بډایه هېوادونه یې تر سره کوي ټیټه شوې ده. دغو شرایطو په نړۍ کې د لوږې ناورین پراخه کړی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ملګرو ملتونو د سې‌شنبې پر ورځ ( د مرغومي څلورمه ) ویلي، چې دا ټولنه کولی شي د ۳۰۷ میلیون خلکو شاوخوا ۶۰ سلنې سره، چې په راتلونکي کال کې وږې پاتې نشي د بشري مرستو لپاره پیسې راټولې کړي.

دا پدې معنا ده، چې ۴۰ سلنه اړمن خوراکي توکو ته لاسرسی لري او لږ تر لږه ۱۱۷ میلیون خلک به په ۲۰۲۵ کال کې خواړه یا نورې مرستې ترلاسه نکړي.

د ملګرو ملتونو شمېرنه ښیي؛ د ۲۰۲۴ کال تر پایه به دا ټولنه د ۴۹ اعشاریه ۶ میلیارډ ډالرو څخه یوازې ۴۶ سلنه ترلاسه کړي، چې باید په ټوله نړۍ کې د بشري مرستو لپاره راټول شي. دا پر پرله‌پسې توګه دوه‌‌یم کال دی، چې ملګرو ملتونو د خپلې غوښتنې له نیمایي څخه لږ راټول کړي دي.

دې کمښت بشردوستانه ټولنې اړ کړي، چې دردناکې پرېکړې وکړي. لکه د وږو لپاره د جیرې او د مرستې لپاره د وړ کسانو د شمېر کمول.

د دې ډول سیاست پایلې د نړۍ د نورو برخو پر پرتله د سوریې په څېر سیمو کې ډیر احساس کیږي؛ ځکه، چې په دې هېواد کې د خوړو نړیوال پروګرام، د خوړو د وېش په برخه کې د ملګرو ملتونو اصلي بنسټ، شپږ میلیون خلکو ته خواړه ورکړي.

د شراکت او د منابعو د تحرک لپاره د دې ټولنې اجرائیوي مرستیال رانیا دګاش- کامارا ویلي؛ د خوړو نړیوال پروګرام د روان کال په پیل کې د مالي مرستو راټولولو اټکل شاوخوا یو میلیون خلکو ته راکم کړ.

داګاش کامارا په مارچ کې د سوریې د خوړو نړیوال پروګرام له کارمندانو سره لیدنه وکړه او په یوه مرکه کې یې ویلي؛ د دوی پالیسي دا وه، چې “په دې پړاو کې مونږ له وږو څخه خواړه اخلو، چې وږي ماړه کړو.”

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي، ټام فلیچر، رویټرز ته ویلي: “مونږ اړیوو هغو کسانو ته، چې مرستو ته سخته اړتیا لري د ځواب کچه را کمه کړو.”

مالي فشارونو او د کورنیو سیاستونو بدلون د ځینو بډایه هېوادونو پرېکړې بدلې کړې، چې دوی به څومره او له کومو بنسټونو سره مرسته وکړي.

جرمني، چې د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام یو له سترو مرسته کوونکیو څخه دی؛ د خپلو عامه لګښتونو د یوې برخې په توګه د بشري مرستو په اړه ۵۰۰ میلیون ډالر کم کړي دي.

د دغه هېواد کابینې د ۲۰۲۵ کال لپاره په بشري مرستو کې د یو میلیارډ ډالرو د کمښت وړاندیز کړی دی. د آلمان نوی پارلمان به په فبرورۍ کې له فډرالي انتخاباتو وروسته د راتلونکي کال د لګښتونو د پلان لپاره پرېکړه وکړي.

بشردوستانه ټولنې ګوري، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په جنورۍ کې د ولسمشر په توګه د خپلې دوه‌یم پېر له پیل وروسته پدې برخه کې څه وړاندیز وکړي.

د ټرمپ سلاکارانو دا ندي ویلي، چې د بشري مرستو په اړه به څه ډول پرېکړه کوي؛ خو په خپله لومړي پېر کې یې د امریکا د مرستو د کمولو هڅه کړې ده.

امریکا په ټوله نړۍ کې د لوږې د مخنیوي او مبارزې لپاره مخکښ رول لوبولی او دې هېواد په تېرو پېنځه کلونو کې د ۶۴ اعشاریه ۵ ميلیارډ ډالرو بشري مرستې کړې دي.

دا رقم د ملګرو ملتونو لخوا د ثبت شویو ټولو مرستو لږ تر لږه ۳۸ سلنه ده.

ملګرو ملتونو ته د بشردوستانه مرستو ډېره برخه د نړۍ له درې مهمو بډایه بسپنه ورکوونکیو څخه راځي: امریکا، آلمان او اروپایي کمیسیون.

دې دریو سرچینو له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۴ پورې د ناورینونو په ځواب کې د ملګرو ملتونو د راجسټر شوي ۱۷۰ میلیارډ ډالرو مرستې ۵۸ سلنه چمتو کړې.

د دغو مرستو پر پرتله درې نورو قدرتونه؛ چین، روسیې او هند د ملګرو ملتونو د بشري مرستو یو سلنې څخه لږ ځانګړي کړي دي.

د بودیجې نشتوالی له منځه وړل یو له اصلي لاملونو څخه دی چې د لوږې سره مبارزه او د قحط مخنیوي نړیوال سیسټم تر سخت فشار لاندې دی.

د تېرو احصائیو پر بنسټ اعلان شوی و، چې د سوډان، میانمار او افغانستان په ګډون په ۵۹ هېوادونو او سیمو کې نږدې ۲۸۲ میلیون خلک په ۲۰۲۳ کې د خورا سخت خوراکي ناامنۍ سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version