نړۍ
د شمالي کوریا ځانمرګو سرتېرو اوکراین ته په جګړه کې نوی ننګونه رامنځته کړه
د اوکراین ځانګړو ځواکونو د دوشنبې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د عملیاتو خپاره شوي توضیحات ښیي، چې په روانه اوونۍ کې یې د روسیې په کورڅک سیمه کې له یوې جګړې وروسته د شمالي کوریا له ۱۲ ډېرو سرتېرو مړي ارزولي دي.
د اوکراین ځانګړو ځواکونو ویلي په روانه اوونۍ کې یې د روسیې په کورڅک سیمه کې د شمالي کوریا لږ تر لږه د ۱۲ هغو سرتېرو، چې ځانونه یې الوزولي؛ مړي ارزولي دي.
د روسیې په ملاتړ د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا د ځانمرګو بریدګرو شتون د کیف پوځ ته یوه نوې ننګونه رامنځته کړې ده.
د اوکراین ځانګړو ځواکونو د دوشنبې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د عملیاتو خپاره شوي توضیحات ښیي، چې په روانه اوونۍ کې یې د روسیې په کورڅک سیمه کې له یوې جګړې وروسته د شمالي کوریا له ۱۲ ډېرو سرتېرو مړي ارزولي دي.
په راپور کې راغلي، چې د سرتېرو د مړو تر منځ یو ژوندی هم وموندل شو؛ خو کله، چې دوی ورنږدې شول هغه خپل لاسي بم ته چاودنه ورکړه.
د اوکراین ځانګړو ځواکونو ویلي، چې د دوی سرتېري له چاودنې روغ رمټ وتلي دي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له ډګر څخه پر شواهدو سربیره استخباراتي راپورونه او د تښتیدلو کسانو څرګمدونې ښیي، چې د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا ځینې سرتېري له دې هم سختې هڅې تر سره کوي.
په دې راپور کې د شمالي کوریا د ځینو پخوانیو سرتېرو لخوا چمتو شوو معلوماتو ته نغوته(اشاره) شوې ده.
د شمالي کوریا کیم نومی ۳۲ کلن پخوانی سرتېری، چې په ۲۰۲۲ کال کې سویلي کوریا ته تښتیدلی رویټرز ته ویلي: “د شمالي کوریا په پوځ کې ځانمرګی برید او ځان چاودنه یو حقیقت دی”.
هغه د شمالي کوریا مشر ته په نغوته کې زیاته کړې: “دې سرتېرو، چې خپل هېواد یې هلته ( په اوکراین کې) د جګړې لپاره پریښی؛ په رښتیا هم چمتو دي، چې د کیم جونګ اون لپاره ځانونه قربان کړي.”
کیم په سیول کې میشت دی؛ د بشري حقونو یوې ډلې رویټرز ته ورپېژندلی، چې وایي؛ هغه د شمالي کوریا د پوځ لپاره په روسیه کې د شاوخوا اووه کلونو لپاره تر ۲۰۲۱ پورې په ساختماني پروژو کې کار کړی، چې د رژیم لپاره بهرني اسعار وګټي.
د اوکراین او لویدیځو چارواکو ارزونې ښيي، چې پیونګ یانګ د کورڅک په سیمه کې د روسیې د ملاتړ لپاره شاوخوا ۱۱ زره سرتېري ځای پر ځای کړي دي. د اوکراین پوځ تېر کال په یوه ناڅاپي برید کې دا سیمه ونیوله او اوس هم هلته پاتې دي.
د کیف د راپور له مخې، د کورڅک په جګړو کې د شمالي کوریا له ۳ زره څخه ډېر سرتېري وژل شوي یا ټپیان دي.
په ژنیو کې د ملګرو ملتونو لپاره د شمالي کوریا پلاوي د رویټرز غوښتنې ته له ځواب ډډه کړې ده.
دا لومړی ځل دی، چې شمالي کوریا خپل ځواکونه د ۱۹۵۰ -۱۹۵۳ کلونو تر منځ د کوریا له جګړې راپدېخوا له هېواده بهر په یوه لویه جګړه کې ښکېلوي.
د راپورونو له مخې، شمالي کوریا پخوا د ویټنام او سوریې کورنۍ جګړې ته خورا لږ شمېر سرتېري لېږلي وه.
امریکا خبرداری ورکړی، چې د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا تجربه به د دې علت شي، چې دا هېواد “د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې د جګړې وس ومومي”.