نړۍ

د شیطاني آیاتونو کتاب لیکوال سلمان رشدي په نیویارک کې ټپي شو

Published

on

د شیطاني آیاتونو د کتاب هندي الاصله بریتانوي لیکوال سلمان رشدي، د جمعې پر ورځ په نیویارک کې د وینا پر مهال پر چړې ووهل شو.

پولیسو ویلي، چې  برید ګر دریځ ته ورپورته شو او ۷۵ کلن سلمان رشدي یې پر غاړه او خېټه ټپي کړ.

رشدي په الوتکه کې روغتون ته ولېږدول شو او څو ګړۍ یې پر عملیاتو او جراحۍ تېرې شوې. نوموړي ته د جمعې تر ماښامه مصنوعي تنفس ورکړ شو او د خبرو کولو توان یې نه درلود.

د هغه د کتاب استازي اندریو رویترز ته په یوه برښنالیک کې څرګنده کړې: ښه خبر نشته؛ شونې ده، چې سلمان یوه سترګه له لاسه ورکړي، د هغه د ​​لاس اعصاب پرې شوي او ځیګر یې پر چړو وهل شوی او زیانمن دی.

پولیسو شکمن بریدګر د نیو جرسي ۲۴ کلن هادي ماتر نومی یاد کړی دی.

د برید عیني شاهد ستیسي شلوسر اسوشیتید پرس ته ویلي، چې سلمان رشدي د برید ګر تر نیولو شپږ یا اته ځله پر چړې ووهل شو.

نوموړی وایي: هیڅوک نه پوهیدل، چې څه وکړي. هیڅوک نه پوهیدل، چې څنګه غبرګون وښيي. زما مطلب هغه خلک دي، چې دریځ ته ورپورته شوي وه.

د سلمان رشدي پر کتاب شیطاني آیاتونو په ډېرو هېوادونو کې بندیز لګول شوی؛ ځکه، چې مسلمانان یې کفري څرګندونې بولي.

د دغه ناندریز ناول له لیکلو ۳۴ کاله تېرېږي؛ خو له هغې راپدیخوا تل د اسلامپالو لخوا د وژلو له ګواښ سره مخ و.

Trending

Exit mobile version