سوداگري
د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم زیاتولو او د تېلو، غنمو، اوړو او نورو خوراکي توکو په اړه خبرې کړي او په دې اړه د همکاریو غوښتونکي شول.
د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي قزاقستان ته د خپل سفر پر مهال د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد له وزیر زومان ګارین سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم زیاتولو او د تېلو، غنمو، اوړو او نورو خوراکي توکو په اړه خبرې کړي او په دې اړه د همکاریو غوښتونکي شول.
په دې خبرو کې د افغانستان کرنیز محصولات؛ په ځانګړي توګه د پنبې صادرات د همکارۍ لومړیتوب وګڼل شو.
دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو همکاریو لپاره د یوې لارې نقشې پر پلي کولو ټینګار وکړ، چې په راتلونکو کلونو کې به د سوداګرۍ حجم درې میلیارډ ډالرو ته لوړ شي؛ د اقتصادي همکارۍ پیاوړتیا، د ټرانزیټ آسانتیا او د متقابلې پانګونې پراخول به د دې لارې د نقشې اړتیا روښانه کړي.
د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزیر د هېواد د پانګونې فرصتونه او صنعتي ظرفیتونه هم معرفي کړل او په الماتا کې یې د افغان محصولاتو لپاره د پلور مرکز د جوړولو او د افغانستان په بېخبنایي پروژو کې یې د قزاقستان پانګونې د راجلبولو غوښتنه وکړه.
ویل کیږي، چې دواړو خواوو تر کار لاندې هوکړه لیکونو د وروستي کولو، د پخوانیو سوداګریزو تړونونو د پلي کولو، د ټرانزیټي خنډونو د لرې کولو او د بانکي اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث وکړ؛ په قزاقستان کې د افغان سوداګرو ستونزې وڅېړل شوې او د ننګونو د حل لپاره یې د همکارۍ ژمنه وشوه.
