تازه خبرونه
د طالبانو او افغان حکومت لخوا د اوربند اعلان د نړۍ هرکلي ترلاسه کړ
د اختر د دریو ورځو لپاره د طالبانو او افغان حکومت لخوا د اوربند اعلان د ګڼو نړیوالو بنسټونو او هېوادونو له هرکلي سره مخامخ شوی.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپل ټویټر کې د اختر مبارکي تر څنګ ویلي: “نور ګامونه باید په بیړه پورته شي، د پاتې بندیانو خلاصون، لکه چې د امریکا او طالبانو په هوکړه لیک کې مشخص شوی، د تاوتریخوالي لوړې کچې ته نه ور ګرځېدل، او د افغانانو خپل منځي خبرو پیل لپاره په نوې نیټې هوکړه.”
ینس ستولتنبرگ، د ناټو سرمنشي، هم د دغه ګام هرکلې کړې او له ټولو بهیرونو یې غوښتي چې له دې را منځته شوي فرصت څخه د سولې او د افغانانو د ګټې لپاره کار واخلي.
د بهرنیو ځواکونو ویاند، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ، د امریکا سفارت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم له دې پرېکړې د هرکلي تر څنګ په دوامدار ډول د جګړې د درېدو او د افغانانو د خپل منځي خبرو پر پیلېدو ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي چې یواځې د سولې خبرې کولی شي د افغانستان جګړې د پای لپاره وي او ملګري ملتونه په دې لار کې د افغان حکومت او خلکو له هڅو ملاتړ کوي.
په کابل کې د امریکا سفیر هم ویلي چې د طالبانو او افغان حکومت لخوا د اوربند اعلان د افغانستان د ټولو خلکو لپاره یو ځانګړی نعمت دی.
د یادونې وړ ده چې طالبانو د یکشنبې پر شپه په یوې خبرپاڼه کې وویل چې د اختر درې ورځو کې اوربند کوي. د طالبانو خبرپاڼه کې د دې ډلې افرادو ته ویل شوي چې د اوربند پر مهال د حکومت تر ادارې لاندې سیمو ته ولاړ نه شي، او دا راز ویل شوي چې مقابل لوری هم د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو ته پرینښودل شي.