تازه خبرونه
د طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅونونه د اندېښنې وړ دي – زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغانستان خلک د پخواني شوروي له ماتې وروسته د ملیشو جوړولو ترخه تجربه لري او دا اقدام د سولې خبرې هم له بندښت سره مخامخوي.
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر جهادي مشران او سیاستوال لګیا دي د طالبانو پر ضد خلک وسلوالې جګړې ته هڅوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی جګړې ته لمن وهل د سولې خبرو ته زیان اړونکې ګڼي او له پي بي اس تلویزیوني شبکې سره یې په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان خلک د پخواني شوروي لښکرو له وتو وروسته د ملیشو له جوړولو ترخه تجربه لري.
دا جګپوړی امریکایي ډیپلوماټ پر طالبانو هم له دې کبله نیوکه کوي، چې د افغانستان او امریکا د ولسونو د تمې خلاف یې تاوتریخوالی ډېر کړی.
زلمی خلیلزاد وایي: په داسې حال کې، چې حکومت او طالبان د سولې خبرو ته داخلیږي؛ ملیشه جوړونه به په افغانستان کې حالات نور هم ترینګلي کړي. ملیشه جوړول به د سولې خبرې له بندون سره مخ کړي. خلک له دا ډول ملیشه جوړولو ترخه تجربه لري.
نوموړی د خپلې مرکې په یوه بله برخه کې ټینګار کوي؛ واشنګټن د افغانستان حالات څېړي او غواړي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته د اړتیا په صورت کې ترهګر پر نښه کړي.
نوموړي زیاته کړې: مونږ د حالاتو د څېړنې په حال کې یو، چې د اړتیا په صورت کې او که ګواښونه ډېر شي؛ نو بیا به د افغانستان په خاوره کې ټولې ترهګریزې موخې پر نښه کړو.
د افغانستان په ګاونډ کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي؛ امریکا اوس پدې پوهیږي، چې له پوځي لارې یې د حل لارې په موندنه کې تېروتنه کړې. په داسې حال کې، چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي پر پراختیا تورن دی.
عمران خان زیاته کړې، په افغانستان کې د نورو هېوادونو لاسوهنو جګړه ډېره کړې ده.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څرګنده کړې: پر افغانستان برید آسان دی؛ خو په دې هېواد کې پاتې کېدل سخت دي. د نورو هېوادونو لاسوهنې سبب شوې، چې جګړه دوام وکړي او د افغانستان له خلکو یې قرباني اخیستې ده.
دا مهال په دوحه کې د سولې خبرې درېدلي، که څه هم کابل ویلي، چې قطر او ملګري ملتونه د خبرو د له سره پیلېدو لپاره منځګړیتوب کوي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې هڅو پایله نده ورکړې.
د یادونې ده، چې په بلخ ولایت کې د جمعیت اسلامي د یوې څانګې مشر عطامحمد نور د یوې پوځي شورا مشرتابه ته غوره شوی دی. نوموړي ټینګار کړی، چې ولسي پاڅونکوونکي به د امنیتي ځواکونو تر څنګ نه یوازې د مزار شریف ساتنه کوي، بلکې له لاسه وتلې ولسوالۍ به هم بېرته نیسي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت له مخابراتي شرکتونو سره د ۳۶۵ میلیون افغانیو پر ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

د یکشنبې پر ورځ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت او خصوصي مخابراتي شرکتونو ترمنځ په لریو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د ۳۶۵ میلیون افغانیو پر ارزښت تړونونه لاسلیک شول.
د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا تړونونه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د وزیر مولوي نجیب الله حقاني لخوا له خصوصي مخابراتي شرکتونو سره لاسلیک شول.
په دې کتنه کې ملا عبدالغني برادر ويلي، چې خلکو ته د خدمتونو رسول د حکومت دنده ده او په ټول وس هڅې کوي، چې هېوادوالو ته پر نورو برخو سربېره د مخابراتو په برخه کې هم د لوړ کیفیت خدمتونه برابر کړي.
برادر ویلي: اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګونې لپاره کار پیل کړی او د ټولو هغو ملي سوداګرو او پانګوالو د هڅو ستاینه کوي، چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره پانګونه کوي.
دغه تړونونه له افغان بېسیم مخابراتي شرکت AWCC او MTN سره لاسلیک شول.
دواړه شرکتونه به په کندهار، نورستان، بدخشان، روزګان، زابل، کونړ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې ۳۳ نوي سایتونه جوړ کړي. دا به په لرې پرتو سیمو کې وي، چې خلک مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نلري.
تازه خبرونه
په هند کې د افغانستان سفارت موضوع داخلي ده – هند

د فساد له راپورونو او په نوي دیلي کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت له څارنې وروسته د هند حکومت ویلي؛ دا د دې هېواد یوه داخلي مسله ده، چې دوی په کې نه ښکېلیږي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې؛ اسلامي امارت په رسمي بڼه د سفارت د څارنې د ترلاسه کولو لپاره د سفارت له ټینګار سره مخ دی.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باغچي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا مسله په هند کې د افغان سفارت داخلي مسله ده.
اریندام باغچي ويلي: زمونږ له نظره؛ دا د افغان سفارت داخلي مسله ده او مونږ هيله لرو، چې دوی به يې په کور دننه حل کړي.
په هند کې د میشتو افغان کډوالو استازیو د روان کال د غویی پر ۲۶ په ديلي کې د افغانستان سفارت چارواکي د سفير په ګډون پر فساد تورن کړي وه، چې سفارت هغه مهال د فساد لګېدلي راپورونه رد کړل او په دې اړه په ډاګه کړې، چې د سفارت کارونه پر پوره ایماندارۍ او روڼتیا روان دي.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو سفیره او د امنیت شورا د اوسني پړاو مشرې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ ټاکل شوې، چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه د غبرګولی پر ۳۱ / د جون پر ۲۱ نېټه جوړه شي.
د امنیت شورا د اوسني پړاو مشره لانا نصیبه وايي؛ افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اجندا په سر کې ځای لري.
په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو سفیره او د امنیت شورا د اوسني پړاو رییسه لانا نصیبه وایي:
مونږ به د جون پر ۲۱ نېټه د افغانستان په اړه یوه غونډه ولرو. د مارچ په میاشت کې مو د افغانستان په اړه ډېرې غونډې درلودې. زمونږ د شورا اصلي موضوع افغانستان دی. زمونږ دنده د افغانستان د وضعیت ارزونه ده. زموږ تمرکز ډېر پر افغانستان دی او مونږ غواړو په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر وضعیت کار وکړو، چې کړکېچن حالت لري.
نوموړې ټینګار کوي، چې عربي متحده امارات به د دغې شورا د غړي او د اوسني پړاو د مشر په توګه د افغانستان د قضیې په اړه د غړیو هېوادونو د همغږۍ د ساتلو هڅه وکړي.
لانا نصیبه ټینګار کوي، چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکي فریدون اوغلو به په نومبر میاشت کې د دغه هېواد د وضعیت په اړه امنیت شورا ته د بیاکتنې بشپړ راپور وړاندې کړي.
دغه ترکی دیپلومات یوه میاشت مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه ټاکل شوی دی.
د راپورونو پر بنسټ، په پام کې ده، چې د دې غونډې یوه مهمه موضوع به په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونې وي.
له دې مخکې ملګرو ملتونو په دوحه کې د افغانستان په اړه د تړلو دروازو ترشاه غونډه کړې؛ خو داسې انګېرل کېږي، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډې کومې پایلې ته رسېدلي نهدي.
دا په داسې حال کې ده، چې فاکس نیوز د جمعې پر ورځ څرګنده کړې؛ څو امریکايي سناتورانو په افغانستان کې د بشري حقونو د مسلې په اړه د اسلامي امارت پر ضد د نویو بندیزونو لګولو طرحه وړاندې کړې ده.
-
نړۍ3 days ago
بې پیلوته الوتکو د روسیې د تېلو پر دوه چاڼځایونو برید وکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په سپين بولدک کې د باروړونکیو موټرو لپاره نارسمي لار پرانستل شوه
-
سوداگري2 days ago
پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره د جنس پر جنس سوداګرۍ امر کړی
-
سوداگري3 days ago
اسلامي امارت د سرپل د کانونو پر استخراج د پانګونې نوی ډاډ څرګند کړ
-
سوداگري3 days ago
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ د نړیوال بانک له راپور هرکلی وکړ
-
سوداگري4 days ago
د هرات ولایت د اسلامکلا ګمرک د تړل کېدو راپورونه رښتیا نهدي – مالیې وزارت
-
تازه خبرونه3 days ago
په افغانستان کې د آسترالیا هوایي ځواکونو د جنګي جرمونو تورونه ښایي اړیکې زیانمنې کړي
-
سوداگري1 day ago
ازبکستان او پاکستان د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو خبرې وکړې