تازه خبرونه
د طب افغان زدهکړیالانو د پاکستان د طبي شورا پر پرېکړه خپله دعوه ثبت کړه
د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې(آیجيټي) د یو شمېر افغان زدهکړیالانو پر استازیتوب د پاکستان د طب او غاښونو شورا(پيامډيسي) د وروستۍ خبرتیا پر ضد د اسلامآباد په ستره محکمه کې دا دعوه ثبت کړې ده.
د طب افغان زدهکړیالانو د خپلو زدهکړو لپاره د پاکستان د طب او غاښونو طبي شورا د وروستۍ خبرتیا د لغوه کولو پر غوښتنه د اسلامآباد په ستره محکمه کې خپله دعوه ثبت کړه.
د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې(آیجيټي) د یو شمېر افغان زدهکړیالانو پر استازیتوب د پاکستان د طب او غاښونو شورا(پيامډيسي) د وروستۍ خبرتیا پر ضد د اسلامآباد په ستره محکمه کې دا دعوه ثبت کړې ده.
د دغې اتحادیې د خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې مشر صاحبزاده وسیم حیدر، د اسلامآباد له فډرالي طب پوهنځیو د یو شمېر افغان زدهکړیالانو او د اسلامآباد د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې له مشر سره یوځای سترې محکمې ته ورغلی دی.
د دې دوسیې حقوقي چارې د مدافع وکیل عمران شفیق او د هغه حقوقي ډلې لهخوا پر مخ وړل کیږي.
افغان طبي زدهکړیالان په پاکستان کې د طب او غاښونو شورا د هغو پرېکړو پر ضد اعتراض لري، چې د دوی د زدهکړو پر دوام اغېز کولی شي.
له دې مخکې د لاهور او سند سترو محکمو هم د لنډمهاله حکمونو پر صادرولو په پنجاب او سند ایالتونو کې د افغان زدهکړیالانو پر وړاندې د ځینو اقداماتو عملي کېدل درولي وه.
وسیم حیدر ویلي؛ هیله لري، چې د دوسیې له هر اړخیزې ارزونې وروسته د افغان زدهکړیالانو تحصیلي راتلونکی خوندي او د پاکستان د طب او غاښونو شورا د لانجمنې خبرتیا په اړه بیاکتنه وشي.
دغه دوسیه د ډېرو افغان زدهکړیالانو لپاره ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه، چې یو شمېر یې د طب زدهکړو په وروستیو کلونو کې دي او اندېښنه لري، چې د مقرراتو بدلون به یې د زدهکړو دوام او کاري راتلونکی له ستونزو سره مخ کړي.
د اسلامآباد ستره محکمه به اوس د افغان زدهکړیالانو پر ثبت شوې دعوه پرېکړه وکړي.