تازه خبرونه

د عالمانو تر منځ د ښځو د زده‌کړو په اړه د اندونو توپیرونه شته – شېر محمد عباس ستانکزی

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د اسلامي امارت د واک ته رسېدو د دوه‌یمې کلیزې په مناسبت له الجزیرې تلویزون سره په خبرو کې ویلي، چې زدهکړه د نرینه‌وو او ښځو حق دی؛ خو په دې اړه د اندونو توپیرونه شته دي.

شېر محمد عباس ستانکزي زیاته کړې: اسلامي امارت د ښځو له تعلیم سره مخالف نه‌دی، تعلیم د ښځو او نرینه‌وو حق دی.

نوموړی منلې؛ په دې اړه د عالمانو تر منځ د اندونو توپیرونه شته، چې له حل کېدو سره به یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو لپاره پرانیستل شي، خو دا وخت غواړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې دوی په دوحه کې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې، چې اجازه به ور نه‌کړي، چې افغانستان د امریکا او یا د ګاونډ هېوادونو په ګډون د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

شېر محمد عباس ستانکزي په دې اړه ویلي: مونږ په دوحه کې له امریکا سره خپلې ژمنې ته ژمن او وفادار یوو. په تېرو دوه کلونو کې داسې شواهد نه‌شته، چې وښيي د افغانستان خاوره د امریکا او نورو هېوادونو پر ضد کارول شوې وي؛ خو له امریکا او د نړۍ له نورو هېوادونو هم غواړو، چې له مونږ سره پخپلو کړیو ژمنو ودرېږي او له اوسني حکومت څخه د یوه مسوول او حساب ورکوونکي حکومت په توګه خپلې سیاسي خبرې پیل کړي.

هغه په بشپړ ټینګار په ډاګه کړې؛ افغانستان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره ټول شرایط بشپړ کړي او د دې وخت رارسیدلی، چې نړۍ له مونږ سره تعامل وکړي.

Trending

Exit mobile version