روغتيا

د عامې روغتیا وزارت په پروان کې د رامنځته شوي اسهال د مخنیوي په اړه غونډه وکړه

د دغه وزارت د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې بېلابېلې روغتيايي ډلې، چې متخصصين هم په کې شته؛ وګومارل، چې د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره ساحې ته ولاړ شي او د اړتیا وړ بېړنۍ هڅې وکړي.

Published

on

د عامې روغتیا وزارت د پروان ولایت د غوربند په کفشان دره کې د اسهال ناروغۍ د مخنیوي او درملنې په اړه د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د مرستیال پر مشرۍ د مرکز له رییسانو، د انتاني روغتون او جک بنسټ له استازو سره د یوې غونډې له جوړولو خبر ورکړی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې بېلابېلې روغتيايي ډلې، چې متخصصين هم په کې شته؛ وګومارل، چې د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره ساحې ته ولاړ شي او د اړتیا وړ بېړنۍ هڅې وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې د دې ولایت د “جک” د تطبيق بنسټ استازي ته لارښوونه وشوه، چې د ناروغانو د درملنې لپاره دې ټولې روغتيايي اسانتياوې برابرې کړي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، چې د روغتیا نړیوالې ټولنې له استازو او روغتیايي همکارانو سره به یوه بله ناسته هم ولري، چې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وشي او د اړتیا وړ روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

څو ورځې مخکې د پروان ولایت سیمه‌ییزو چارواکو اعلان وکړ، چې په دې ولایت کې له ۵۰۰ ډېر کسان پر یوې نامعلومې ساري ناروغۍ اخته شوي او دوه کسان یې مړه کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې، ناروغان د پروان ولایتي روغتون او د کابل انتاني روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

Trending

Exit mobile version