روغتيا

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي له بریټانیايي ډیپلوماټ څخه د روغتیایي همکاريو غوښتنه وکړه

نورجلال جلالي د هېواد د روغتیا په برخه کې د نړیوالو موسسو همکاري اړینه وګڼله او په دې برخه کې یې د بریټانیا د مرستې غوښتنه وکړه.

Published

on

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي نور جلال جلالي د شنبې پر ورځ (د زمري شلمه) د افغانستان لپاره  د بریټانیا له شارژدافیر رابرټ ډیکسن سره وکتل.

د عامې روغتیا وزارت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: په دغه کتنه کې، چې په کابل کې ترسره شوې؛ د افغانستان له روغتیايي سیسټم سره پر مرستې، نشه‌يي توکو د روږدو کسانو درملنې، د مور او ماشوم د روغتیا په اړه همکارۍ او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو جلبولو بحث او خبرې وشوې.

په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي ویلي: په تېرو دوه کلونو کې د ډېرو روږدو کسانو درملنه شوې او د دوی یو لوی شمېر اوس هم په مرکز کابل او په ولایتونو کې د روږدو د درملنې په مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.

نورجلال جلالي د هېواد د روغتیا په برخه کې د نړیوالو موسسو همکاري اړینه وګڼله او په دې برخه کې یې د بریټانیا د مرستې غوښتنه وکړه.

دغه راز د بریټانیا د سفارت چارسمبالي د افغانستان د روغتیا په برخه کې د خپل هېواد د مرستو او همکاریو ډاډ څرګند کړه.

ویل کیږي، چې افغانان هر کال په میلیونونو ډالر له افغانستان څخه بهر د ناروغانو پر درملنه لګوي؛ ځکه، نو خلک په هېواد کې د معیاري روغتونونه جوړول غواړي او نه غواړي، چې خپل ناروغان د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

Trending

Exit mobile version