روغتيا
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي مالیزیا ته سفر وکړ
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالی قلندر عباد د شنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۲۵ ) د یوه پلاوي پر مشرۍ مالیزیا ته ولاړ.
د عامې روغتیا وزارت په X پاڼه کې لیکلي، چې نوموړی به د مالیزیا له چارواکو او په دغه هېواد کې د میشتو نړیوالو روغتیايي څانګو له استازو سره وګوري.
ویل کیږي، چې د افغانستان په روغتیايي برخه کې د نړیوالې همکارۍ راجلبول، له ساري ناروغیو سره مبارزه او د هېواد د روغتیايي خدمتونو معیاري کول یې د سفر موخه ده.
روغتيا
په ۱۱ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د کمپاین نوی پړاو پیل شو
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کمپاین په دې پړاو کې به د افغانستان شاوخوا ۴ اعشاریه ۸ میلیون له پېنځه کلونو ټیټ عمره ماشومان واکسین شي.
نن دوشنبه( د مرغومي درېیمه ) په ۱۱ ولايتونو کې د ګوزڼ یا پوليو واکسين کمپاين نوی پړاو پيل شو.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کمپاین په دې پړاو کې به د افغانستان شاوخوا ۴ اعشاریه ۸ میلیون له پېنځه کلونو ټیټ عمره ماشومان واکسین شي.
دغه کمپاين په کابل، کندهار، هلمند، روزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندوز ولايتونو کې پيل شوى دى.
افغانستان او پاکستان اوس هم د ګوزڼ یا پولیو له ناروغۍ سره مخ سیمې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو پر بنسټ سږ کال په ټوله نړۍ کې د پولیو ۷۱ پېښې ثبت شوي، چې ۲۳ یې په افغانستان او ۵۰ یې په پاکستان کې دي.
روغتيا
د هرات حوزوي روغتون د اسانتیاوو د نشتوالي ستونزه لري
د هرات حوزوي روغتون ۶۵۰ بستره لري، چې هره ورځ له ۱۰۰۰ د ډېرو ناروغانو خدمت کیږي. د دې روغتون په بېلابېلو څانګو کې پر هر بستر دوه ناروغان تر درملنې لاندې دي.
د هرات په حوزوي روغتون کې که څه هم هره ورځ له ۱۰۰۰ ډېر ناروغان تر درملنې لاندې نیول کېږي؛ خو د دغه روغتون مسوولانو ويلي، چې د اسانتیاوو پر پرتله د ناروغانو شمېر دوه چنده دى، چې لامل يې د ځاى او د اسانتياوو د نشتوالي ستونزه ده.
د هرات حوزوي روغتون ۶۵۰ بستره لري، چې هره ورځ له ۱۰۰۰ د ډېرو ناروغانو خدمت کیږي. د دې روغتون په بېلابېلو څانګو کې پر هر بستر دوه ناروغان تر درملنې لاندې دي.
د دې روغتون ډاکټران وايي، چې یوازې د ځانګړې پاملرنې په څانګه کې ۶۵ بسترونو ته اړتیا ده. په داسې حال کې، چې شاوخوا لس بسترونه دي او د هیموډالیز په څانګه کې له ۱۷ وسایلو څخه ۸ یې فعال دي.
د دغه روغتون مسوولینو ويلي، که څه هم په ټولو څانګو کې هره ورځ روغتیايي خدمات وړاندې کېږي؛ خو د ناروغانو د ډېروالي له کبله کافي اسانتیاوې نلري.
د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د دې روغتون ډېرې څانګې په ځانګړي توګه د هیموډالیز او د ماشومانو د درملنې څانګې کافي اسانتیاوو او ځای ته اړتیا لري.
روغتيا
په افغانستان کې باید سنتي طب معیاري شي – نورجلال جلالي
دې وزارت نن (چارشنبه د لیندۍ څوارلسمه) لیکلي، چې جلالي وایي؛ د سنتي طب د لېوالو کسانو لپاره باید یو معیاري درسي نصاب جوړ شي.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي نورجلال جلالي چین ته د خپل سفر پر مهال د سنتي طب په نړیوال کنفرانس کې د سیمې لپاره د سنتي طب په اړه د روغتیا نړیوالې ټولنې او شانګهای همکاریو ټولنې همکاري اړینه یاده کړه او څرګندوي، چې په افغانستان کې باید سنتي طب معیاري او د عصري طبابت یوه برخه شي.
دې وزارت نن (چارشنبه د لیندۍ څوارلسمه) لیکلي، چې جلالي وایي؛ د سنتي طب د لېوالو کسانو لپاره باید یو معیاري درسي نصاب جوړ شي.
هغه دغه راز د سنتي طب په برخه کې د چين او افغانستان پر دوه اړخيزو همکاريو ټينګار وکړ اووایيو چې په دې برخه کې باید د ظرفيتونو لوړولو، تجربو شريکولو او څېړنو زمینه برابره شي.
د يادونې ده، چې دا مهال په عامې روغتيا وزارت کې د سنتي طب رياست جوړ شوى، چې د ډاکټرانو د کار پر سمون، تګلارو او لارښوونو کار کوي.
-
تازه خبرونه4 days ago
د راتلونکي ادارې په چوکاټ کې به امریکایي ځواکونه افغانستان ته ستانه نشي
-
تازه خبرونه2 days ago
ډونالډ ټرمپ له لوړې وروسته له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو
-
تازه خبرونه2 days ago
امریکا ته د ۱۶۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو الوتنې وځنډول شوې
-
نړۍ1 day ago
مونږ اوس په امریکا کې یوازې د نرینه او ښځې دوه جنسیتونه لرو- ټرمپ
-
نړۍ3 days ago
ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې د کډوالۍ د مخنیوي ژمنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
۲۰۰ افغانان د ویزې ترلاسه کولو وروسته له فیلیپین څخه امریکا ته ولاړل
-
نړۍ2 days ago
ټرمپ د امریکا د اووهڅلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days ago
د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیکټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو