نړۍ
د عراق لومړي وزیر د امریکايي ځواکونو له تلپاتي حضور ملاتړ وکړ
د عراق لومړي وزیر محمد السوداني له وال ستریت ژورنال سره په مرکه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ په خپل هېواد کې د امریکایي ځواکونو له شتون دفاع وکړه او د هغوی د وتلو لپاره یې مهالوېش په ډاګه نکړ.
سوداني د امریکا او ناتو ځواکونو قطعاتو ته په نغوته کې، چې له داعش سره د مبارزې په برخه کې د عراقي واحدونو روزنه او مرسته کوي؛ خو بهرنیو ځواکونو ته اوس هم اړتیا ده.
هغه د مرکې په یوه برخه کې ویلي: د داعش له منځه وړل یو څه نور وخت ته اړتیا لري.
سوداني، چې په تېر اکتوبر کې یې دنده پیل کړې؛ وال ستریت ژورنال ته ویلي: پلان لري، چې راتلونکې میاشت له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره واشنګتن ته یو لوړ پوړی پلاوی واستوي.
هغه زیاته کړې، چې عراق له واشنګتن سره سعودي عربستان او نورو هېوادونو ته ورته اړیکې غواړي.
سوداني یادې ورځپاڼې ته ویلي: زه دې ته د یوې ناممکنې موضوع په سترګه نه ګورم، چې عراق له ایران او امریکا سره ښې اړیکې ولري.
نړۍ
په امریکا کې د دوه بېلابېلو وسلوالو بریدونو له کبله ۱۴ کسان ووژل شول
د رسنیو د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه د جمعې پر ماښام د جورجیا ایالت په ډګلاس ښار کې شوې، چې په یوه کور کې د ډزو له کبله پېنځه کسان وژل شوي دي.
د امریکا په جورجیا او پینسلوانیا ایالتونو کې د دوه بېلابېلو وسلوالو بریدونو له کبله ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه د جمعې پر ماښام د جورجیا ایالت په ډګلاس ښار کې شوې، چې په یوه کور کې د ډزو له کبله پېنځه کسان وژل شوي دي.
په بله پېښه کې، چې د پینسلوانیا ایالت په ایري ښار کې شوې؛ نهه کسان، د دوه ماشومانو او یوې امیندوارې مېرمنې پر ګډون وژل شوي دي.
ځايي چارواکو ویلي، چې بریدګر هم د دې پېښې د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.
د ایري ښار د پولیسو مشر ریک لورا دغه پېښه یو داسې سخت برید بللې، چې د پولیسو په ۲۸ کلنه کاري مخینه کې ورسره مخ شوی نهو.
پولیسو ویلي، د دغو وسلوالو بریدونو انګېزه اوس هم روښانه شوې نهده؛ خو ټاکل شوې، چې نور جزئیات یې په یوه خبري غونډه کې اعلان شي.
نړۍ
روسیې د ډنمارک پر دفاعي شرکتونو ورانوونکي بریدونه پیل کړي
د دې امنیتي او استخباراتي سرچینې د څرګندونو له مخې: روسیې له هغې وروسته، چې اوکراین ته د لویدیځ پوځي ملاتړ کمولو د مسکو لپاره مطلوبه پایله نهدرلوده؛ نو اوس یې هغه موخې پر نښه کړي، چې د اوکراین جګړهییز وس پرې اغېزمن شي.
د ډنمارک د استخباراتو او ملي امنیت یوه چارواکي ویلي؛ روسیې پر هغو ډنمارکي شرکتونو ورانوونکي عملیات پیل کړي، چې اوکراین ته پوځي تجهیزات تولید او برابروي.
د دې امنیتي او استخباراتي سرچینې د څرګندونو له مخې: روسیې له هغې وروسته، چې اوکراین ته د لویدیځ پوځي ملاتړ کمولو د مسکو لپاره مطلوبه پایله نهدرلوده؛ نو اوس یې هغه موخې پر نښه کړي، چې د اوکراین جګړهییز وس پرې اغېزمن شي.
د ډنمارک د امنیت او استخباراتو دې چارواکي په کوپنهاګن کې یوې امنیتي غونډې ته ویلي، په وروستیو میاشتو کې د روسیې ورانوونکي فعالیتونه زیات شوي دي.
په کوپنهاګن کې د روسیې سفارت دغه تورونه رد کړي او د ډنمارکي چارواکو ادعاوې یې «بېبنسټه» بللې دي.
ډنمارکي چارواکي خبرداری ورکړی؛ روسیه د ورانوونکو عملیاتو د ترسره کولو لپاره له عادي وګړو او نیابتي کسانو څخه کار اخلي، چې د ټیلیګرام او خواله رسنیو له لارې جذبېږي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ډنمارکي امنیتي چارواکو له دې مخکې د لویدیځ پر هېوادونو د روسیې د ګډو بریدونو د احتمال له زیاتېدا خبرداری ورکړی و.
نړۍ
سعودي، ترکیې او پاکستان ګډ دفاعي تړون پلي کړ
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دوشنبې پر ورځ په ریاض کې د« مکې دفاعي ائتلاف» په بېړنۍ غونډه کې رامنځته شوې ده.
سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان هوکړه کړې، چې د ګډې دفاع ژمنې سمدستي پلې او سعودي عربستان ته هوکړه شوي ځواکونه او پوځي تجهیزات چټک واستوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دوشنبې پر ورځ په ریاض کې د« مکې دفاعي ائتلاف» په بېړنۍ غونډه کې رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کړنه به د تصویب شویو میکانیزمونو او د درې هېوادونو د ملي قوانینو له مخې پلي کیږي.
د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان ویلي: په دې غونډه کې د هغه څه پر وړاندې، چې نوموړی یې پر سعودي عربستان او اسلامي سپېڅلو ځایونو بریدونه بللي؛ د درې هېوادونو پر« یووالي او پیوستون» ټینګار شوی دی.
دغه پرېکړه له هغې وروسته رامنځته شوې، چې په مدینه منوره کې پر یوه برښنا وېش مرکز د برید راپورونه خپاره شول.
د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف، چې په یمن کې له ایران سره د همغږو حوثیانو پر وړاندې جګړه کوي ویلي؛ په دې برید کې هغه تاسیسات پر نښه شوي، چې مسجد نبوي ته برښنا برابروي.
سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د روان کال په اګست کې د« مکې ګډ دفاع تړون» لاسلیک کړی و. د دغه تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسلهوال برید د درې هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کیږي.
دغه تړون په لومړي سر کې د هر هېواد د پوځي او دفاعي ژمنو په اړه لږ جزئیات لرل.
نوې خبرپاڼه ښيي، چې دغه تړون له عمومي چوکاټ څخه د پلي کېدا پړاو ته داخل شوی؛ ځکه دې درې هېوادونو اوس د ځواکونو او پوځي وړتیاوو د استولو د میکانیزمونو پر پلي کولو هوکړه کړې ده.
.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoسوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
-
تازه خبرونه4 days agoپه مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی
-
تازه خبرونه4 days agoشهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په لیدنه کې پر ترهګرۍ خبرې وکړې
-
نړۍ4 days agoروسیې د ډنمارک پر دفاعي شرکتونو ورانوونکي بریدونه پیل کړي
-
تازه خبرونه4 days agoفرانسې له اسلامي امارت سره د افغانانو پر بېرته ستنولو خبرې پیل کړې
-
تازه خبرونه4 days agoیو افغان وګړی د انلاین ځانمرګي برید د ګواښ پر تور مجرم وپېژندل شو
-
سوداگري4 days agoپه ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګري ۱۵۰ سلنه زیاته شوې
