نړۍ
د عراق په كربلا كې څلور چاودنو ۴۲ تنو ته مرگ و ژوبله را منځته كړه
د رپوټونو له مخې ، په دې چاودنه كې دولس كسان وژل شوي او لږ ترلږه دېرش نور ټپيان دي.
ويل كيږي، چې څلور واړه چاودنې د هغو بمونو د چاوديدو له لامله رامنځته شوي، چې په بېلا بېلو موټرو كې ځاى پرځاى شوي وه.
د يكشنبې په سهار(د تلې په ۳) د كربلا ښار مركز باب الطويريج كې د موټر بم دوه چاودنې وشوې.
پدې چاودنو كې د نهو كسانو د وژل كيدو او څليريشتو نورو د ټپي كيدو خبر وركړ شوى دى.
د سيمه ييزو چارواكو په وينا:
له دغو چاودنو څو شېبې د مخه په يوه بله چاودنه كې، چې د پاسپورت رياست مخې ته وشوه، درې تنه ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.
رپوټونه وايي:
پداسې حال كې، چې خلك دغو درې پرله پسې چاودنو وېرولي وه، چې په همدې وخت كې څلورمې چاودنې د ښار مركز ولړزاوه.
تراوسه د ورستۍ چاودنې له لامله د رامنځته شوې مرگ و ژوبلې په اړه كوم رپوټ ندى وركړ شوى.
د كربلا ښارد پلازمېنې بغداد سويل ته په سل كيلو مترۍ كې پروت دى.