تازه خبرونه

د عربي متحده اماراتو پلاوی په کابل کې له مولوي متقي سره وکتل

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي د چارشنبې پر ورځ په کابل کې د عربي متحده اماراتو د ګمرکونو او بندرونو د امنیت له فډرالي وزیر علي محمد بن حمد الشمسي په مشرۍ پلاوي سره ولیدل او پر بېلابېلو موضوعاتو يې خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ په دې کتنه کې، چې په کابل کې ترسره شوې دواړو لوریو پر اقتصادي همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ متقي ویلي، چې عربي متحده امارات کولی شي، چې له نړۍ سره د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان د دروازې په توګه رول ولوبوي.

د بلخي د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې الشمسي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو ته په نغوته کې د اقتصادي، تعلیمي، تخنیکي او کرنیزو همکاریو او پانګونې ډاډ څرګند کړ.

دغه راز د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، دغه پلاوي د هېواد له لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند سره هم وکتل او پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې کړې دي.

شمسي له ملا حسن اخوند سره په لیدنه کې ډاډ څرګند کړی؛ عربي متحده امارات چمتو دی، چې په هلمند او کندهار کې پر ځمکنیو بندرونو او په افغانستان کې د ریلګاډي او لمریزې برښنا په سیسټمونو کې پانګونه وکړي.

محمد نعیم زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د لومړي وزیر مرستیالانو برادر او حنفي او د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي متقي هم ګډون کړی و.

په وروستيو کې د يو شمېر هېوادونو وزيران او چارواکي افغانستان ته راغلي او د افغانستان سره يې د مرستو او اړيکو غزولو ژمنې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د قطر، ترکیې او عربي متحده اماراتو ترمنځ د کابل د هوايي ډګر او څلورو نورو افغان هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه خبرې روانې دي.

Trending

Exit mobile version