تازه خبرونه

د علومو پر مرسته دین او خلکو ته ګټه ورسوئ – د اسلامي امارت رهبر

د ذبیح الله مجاهد لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ( د سلواغې څلیریشتمه )  له غرمې وروسته د اسلامي امارت رهبر له کندهار پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال د پوهنتون له رهبرۍ، استادانو، کارکوونکو او محصلانو سره په یوه غونډه کې ویلي: «ګورئ استادانو او محصلانو تاسې هم دیني او هم دنیوي زدکړې وکړئ، نیت مو یوازې د دین خدمت وګرځوئ؛ ځکه، چې په ټولنه کې تاسې ډېر قدر لرئ، ټولنه د مدرسې، مکتب او پوهنتون طالب‌ العلمانو ته په ‌‌‌ډېره درنه سترګه ګوري او تاسې ته د خدمت هیله لري؛ دې هېواد ته څو واره کفار راغلي او شکست یې خوړلی؛ خو اوس الحمدلله افغانستان د اسلامي او آزاد نظام په رڼا کې پرمختګ کوي ».

Published

on

د اسلامي امارت رهبر د کندهار پوهنتون په لوی جومات کې د دې بنسټ استادانو او محصلانو ته ویلي، چې « دواړه علوم پر اخلاص زدکړئ او د خپل علم پر مرسته دین او خلکو ته ګټه ورسوئ.»

د ذبیح الله مجاهد لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ( د سلواغې څلیریشتمه )  له غرمې وروسته د اسلامي امارت رهبر له کندهار پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال د پوهنتون له رهبرۍ، استادانو، کارکوونکو او محصلانو سره په یوه غونډه کې ویلي: «ګورئ استادانو او محصلانو تاسې هم دیني او هم دنیوي زدکړې وکړئ، نیت مو یوازې د دین خدمت وګرځوئ؛ ځکه، چې په ټولنه کې تاسې ډېر قدر لرئ، ټولنه د مدرسې، مکتب او پوهنتون طالب‌ العلمانو ته په ‌‌‌ډېره درنه سترګه ګوري او تاسې ته د خدمت هیله لري؛ دې هېواد ته څو واره کفار راغلي او شکست یې خوړلی؛ خو اوس الحمدلله افغانستان د اسلامي او آزاد نظام په رڼا کې پرمختګ کوي ».

په خبرپاڼه کې راغلي: ” له تاسو څخه مو غوښتنه ده، چې د خپل هېواد د شهیدانو، مبارزینو او قهرمانانو تاریخونه ولیکئ او په نړیواله کچه یې معرفي کړئ؛ ځکه مجاهدینو په سختو حالاتو کې د الله تعالی پر نصرت دا هېواد ازاد کړ او اوس ستاسې وار دی، چې د خپل علم او پوهي پر مټ افغانستان په نړۍ کې سیال کړئ او دومره زحمت وګالئ، چې بهرنيان دلته راشي، له تاسو څخه زدکړه وکړي او د خپل علم په مرسته پر نړۍ حکمراني وکړئ.”

نوموړی زیاته کړې‌: « فغانستان د ټولو ګډ کور دی او هر یو له تاسو څخه په دې نظام کې ځانګړی ځای لري… د افغانستان اسلامي امارت تاسو ته د خیر اراده لري؛ مدرسه او پوهنتون سره نور یو دي او د دواړو علمي ادارو ساتنه او حمايه پر موږ لازمه ده.»

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله اخوندزاده زیاته کړې: « … مونږ  د لوړو زدکړو وزارت ته ویلي؛ که په هر قیمت بهرني استاد دلته راځي او د افغانستان په پوهنتونو کې استادي کوي، ور یې کړئ ( او) د هېواد ځوانان مسلکي وروزئ.»

د اسلامي امارت رهبر په دې غونډه کې د نجونو د منځنیو او لوړو زدکړو په اړه څه ندي ویلي؛ خو له دې مخکې دوی د نجونو زدکړو لپاره د “اسلامي اصولو” او “شریعت” په رڼا کې د یوه “سم چاپېریال” د رامنځته کولو په اړه ټینګار کړی؛‌ خو د شاوخوا درې نیمو کلونو له تېرېدو سره – سره په دې برخه کې څه پرمختګ لیدل شوی ندی.

 د یادونې ده، چې اسلامي امارت په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا راګرځېدو راپدېخوا له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د ۲۰۲۲ کال له ډسمبره پوهنتونو ته د نجونو تګ تر ‘ بل امره’ ځنډولی دی.

Trending

Exit mobile version