تازه خبرونه
د غزني په ا جرستان ولسوالې كې ۱۲ وسلوال وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د غزني چارواكي په ا جرستان ولسوالې كې د دولس وسلوالو له وژلو خبر وركوي.
د غزني امنيې قومندان جنرال امين الله امرخېل وايي، وسلوالو طالبانو تېره شپه د اجرستان ولسوالۍ پر ودانې بريد وكړ او غوښتل يې، چې دا ولسوالي ونيسي؛ خو د پوليسو له مقاومت سره مخ او د حنظله په نامه ديوه طالب قومندان په شمول ۱۲ وسلوال وژل شوي دي.
امرخيل زیاتوي، په دې نښته كې يو پوليس هم وژل شوى او بريد ګر د پوليسو له مقاومت وروسته تښتيدلي دي.