سیمه ییز خبرونه
د غزې د سولې طرحه چمتو شوې او د پرمختګ شونتیا ډېره ده – امریکا
د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ویلي: دا طرحه، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د سعودي عربستان، قطر او مصر مشرانو ته وړاندې شوی؛ د اسرائیلو او سیمهییزو هېوادونو اندېښنې یې په پام کې نیولې دي.
امریکا د ملګرو ملتونو په عمومي غونډو کې د منځني ختیځ د سولې یو ۲۱ مادهییزه طرحه وړاندې کړې او هیله لري، چې په راتلونکو ورځو کې به د غزې پر سر پرمختګ رامنځته شي.
د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ویلي: دا طرحه، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د سعودي عربستان، قطر او مصر مشرانو ته وړاندې شوی؛ د اسرائیلو او سیمهییزو هېوادونو اندېښنې یې په پام کې نیولې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د غزې جګړه خپل دوهیم کال ته وردننه شوې ده.
د ځایی روغتیا سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د اسرائیلو په روانه جګړه کې له ۶۵۰۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي او د سیمې ځینې برخې قحطۍ ځپلې دي.
دا جګړه د ۲۰۲۳ کال په اوکټوبر کې د حماس له برید سره پیل شوې، چې په کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائیلیان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول، چې له تبادلو سره – سره اوس هم لږترلږه ۴۸ یرغمل کسان له حماس سره پاتې دي.
د امریکا له طرحې سره همهاله اروپایي او عربي هېوادونه هم له جګړې وروسته د نړیوال سوله ساتي ځواک پر جوړولو کار کوي. له دې هڅو سره – سره پر غزه د اسرائیلو بریدونه دوام لري، چې هره ورځ په کې د ملکي تلفاتو کچه لوړیږي.
د چارشنبې پر ورځ، په غزه ښار کې د اسرائیلو د بمبارډ له کبله لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل شول.
د راپورونو له مخې؛ اسرائیلي ټانکونه د القدس او الشفا روغتونونو ته نږدې د استوګنې سیمو ته ننوتي دي.
اسرائیل وايي، چې حماس د تاسیساتو له دننه څخه ډزې کوي؛ خو حماس دا ادعا رد کړې ده.
د فلسطین سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د اکسیجن مرکز هم زیانمن شوی دی.
ویل کیږي، چې اوس په لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالی زیات شوی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي ځواکونو او اسرائیلي لهخوا دوه فلسطینیان وژل شوي دي.
