تازه خبرونه

د غزې له جګړې وروسته د افغانستان او پاکستان وار دی – ټرمپ

ټرمپ په خپل ځانګړي جیټ کې خبریالانو ته ویلي:” دا اتمه جګړه ده، چې زه یې حل کوم او ا‌ورېدلي مې دي، چې اوس د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه روانه ده. زه باید له راګرځېدو وروسته هغه حل کړم؛ ځکه، چې زه د جګړو په پای ته رسولو کې ښه یم.”

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ ژمنه وکړه؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ بله جګړه به ودروي؛ ځکه ادعا کوي، چې د شخړو په حل کې مهارت لري.

ټرمپ په خپل ځانګړي جیټ کې خبریالانو ته ویلي:” دا اتمه جګړه ده، چې زه یې حل کوم او ا‌ورېدلي مې دي، چې اوس د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه روانه ده. زه باید له راګرځېدو وروسته هغه حل کړم؛ ځکه، چې زه د جګړو په پای ته رسولو کې ښه یم.”

اوس، چې د اسرائیلو او حماس د دوه کلنې جګړې د درېدو لپاره رسمي هڅې مخ پر پای ته رسېدو دي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ هغه به منځني ختیځ ته له خپل ډیپلوماټیک سفر وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې پر حل راوڅرخېږي.

پاکستانيو ځواکونو د پنجشنبې پر شپه د کابل پر ګډون د پکتیکا ولایت د مرغۍ په سیمه کې، چې فرضي کرښې ته نږدې پرته ده؛ د افغانستان له هوايي حریم څخه سرغړونې وکړې او ښاري سیمې یې بمبارډ کړې.

ټرمپ، چې نن اسرائیلو ته رسېدلی؛ د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او ولسمشر له‌خوا یې تود هرکلی وشو.

د هغه همکارانو له څو اوونیو سختو خبرو اترو وروسته د اوربند خبرې او د لومړنیو یرغمل شویو خوشې کېدا د ولسمشر له “بریالي پړاو” څخه ډاډ ورکړ.

ټرمپ په ټرماک کې خبریالانو ته په خبرو کې ویلي: “جګړه پای ته رسېدلې ده؛ خلک له جګړې ستړي شوي دي. اوس د بیارغونې، درملنې او نوي پیل شېبه ده.”

دغه سفر په داسې حال کې پیل شوی، چې د دوشنبې پر سهار ټول ۲۰ ژوندي اسرائیلي یرغمل خوشې او د اسرائیلو له بند څخه نږدې ۲۰۰۰ فلسطینیان هم خوشې شول.

Trending

Exit mobile version