نړۍ

د غزې پر روغتون برید د کچې له مخې بې ساری دی – د روغتیا نړیواله ټولنه

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۶, ۱۴۰۲)

د روغتیا نړیوالې ټولنې د سې شنبې پر ورځ د غزې په شمال کې د المعمداني پر روغتون د برید د غندلو په ترڅ کې، چې په کې سلګونه کسان ووژل شول؛ ویلي، چې دا برید د کچې له مخې بې ساری و.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ دا برید پر غزه د اسرائیلو د بمبارد له پیله راپدیخوا ترټولو خونړۍ پېښه ده، چې د غزې په تړانګه کې د اکتوبر پر اوومه د حماس د وژونکي برید په ځواب کې ترسره شوی دی.

په لویدیځه غاړه او غزه کې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازي ریچارد پیپرکورن ویلي؛ دا برید پر کچه بې ساری دی. مونږ په اشغال شويو فلسطیني سیمو کې د حفظ الصحې او درملنې په اړه د دوامداره بریدونو شاهدان یوو.

پيپرکورن زیاته کړې؛ تر اوسه پورې په غزه کې پر روغتيايي مرکزونو ٥١ بريدونه شوي، چې په کې ١٥ روغتيايي کارکوونکي وژل شوي او ٢٧ نور ټپيان دي.

فلسطیني چارواکو څرګنده کړې، چې دا برید د اسرائیلو کار و؛ خو د اسرائیلو پوځ دا خبره رد کړې او وایي، چې دا پېښه د یوې فلسطیني وسله‌والې ډلې له‌خوا د ناکام توغندي د توغولو په نتیجه کې رامنځته شوی دی.

د ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا نړیوالې ټولنې سیمه‌ییز مشر احمد المندري ویلي؛ پر روغتون د برید پر مهال دا روغتون له ناروغانو، روغتیايي کارکوونکیو او داخلي بې ځایه شویو کسانو ډک و.

هغه ویلي: دا روغتون د غزې تړانګې په شمال کې یو له هغو ۲۰ روغتونونو څخه و، چې ترې اسرائیلي پوځ د وتلو امر شوی و.

هغه زیاته کړې: اوسنۍ ناامنۍ ته پر پاملرنه د ډېرو ناروغانو کړکېچن وضعیت او د بې ځایه شویو لپاره د امبولانسونو، پرسونل، بسترونو او بدیل سرپناه نه‌شتوالي، د ویستلو امر ناممکن کړی دی.

مایک رایان د نړیوال روغتیا سازمان د روغتیا اضطراري برنامې اجرائیوي رییس ویلي، چې دا ناانساني عمل دی، چې په غزه کې پر روغتیایی کارکونکيو ناروغانو او بې سرپناه خلکو تر سره کیږي.

هغه ويلأ، داکتران او نرسان د خپل ژوند پر پرتله ناروغانو ته لومړيتوب ورکوي.

مایک ریان وایي: دا په دې جګړه کې ټولو خواوو ته روښانه ده، چې روغتیایی تاسیسات چېرته دي. دا خورا روښانه ده، چې روغتیایی پاملرنه هدف نه‌دی … دا په نړیوال بشردوستانه قانون کې ویل شوي او مونږ په تېره اوونۍ کې دا سرغړونه بار بار لیدلې ده او دا باید ودریږي او دا باید ودرول شي.

د امریکا ولسمشر جوبایدن د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې هغه د غزې په یوه روغتون کې د چاودنې له کبله په غصه شوی، چې شاوخوا ۵۰۰ کسان یې ووژل او زیاته یې کړه، چې هغه د ملي امنیت ډلې ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې په اړه معلومات راټول کړي.

Trending

Exit mobile version