تازه خبرونه

د غور په احتجاجونو کې ۶ تنو ژوند له لاسه ورکړې

Published

on

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې پر لاریونکوونکیو د ډزو په پایله کې د غور د سیمه ییزې رادیو د خبریال په ګډون ۶ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د غور ولایت مدني هڅاندو ویلي، چې د فیروز کوه یوشمېر خلکو، چې د یوې موسسې مرستې ور ونه رسیدلي پر لاریون یې لاس پورې کړ.

لاریونکوونکیو ویلي؛ د پولیسو له هوایي ډزو وروسته لاریون پر تاوتریخوالي واوښت او یاده مرګ و ژوبله واوښته.

د غور والي غلام ناصر خاضع ویلي، چې په لاریونکوونکیو کې وسلوال مخالفان ګډ شوي وه.

معلومات زیاتوي چې د ډزو په پای کې ۶ کسه وژل شوي چې یو یې یوتن خبریال دی او ۲ په کې پولیس هم دي؛ همداراز ۱۹ کسان ټپي شوي چې لس یې پولیس دي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ لاریون هغه مهال تر سره شو، چې یوې قطري موسسې ۱۵۰۰ کسانو ته مرسته ووېشله او دغو کسانو ادعا کړې، چې دوی ته مرسته نده رسیدلې.

د یادونې ده، چې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په غور ولایت کې هم یو شمېر خلکو د کرونا ناروغۍ له وېرې خپل ټولنیز کارونه له لاسه ورکړي او اوس د حکومت، نړیوالو او خصوصي بنسټونو مرستو په تمه د ژوندانه سختې شېبې تېروي.

Trending

Exit mobile version