تازه خبرونه

د فارياب په زندان كې د بندي طالبانو پر بريد دوه پوليس وژل شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

اوړمه شپه څو طالب بنديانو د پوليسو پرامنيتي برج بريد وكړ، چې په كې دوه پوليس ووژل شول او پخپله په تېښته بريالي شوي دي.

په دې پېښه كې عبدالمحفوظ د پروان ولايت او عبدالله د نجراب ولسوالۍ اوسيدونكي ول، چې د شپې د ډوډۍ پر وخت پرې پېنځو بندي وسلوالو طالبانو بريد وكړ.

په دې پېښه كې يو طالب هم وژل شوى او نور بندي طالبان په تېښته بريالي شوي دي. بريدكوونكيو د سرتېرو وسلې هم له ځان سره وړې دي.

د عبدالله د تره زوى محمد خان وايي، هغه نوى په پوليسو كې شامل شوى و او تراوسه يې مياشتنى معاش هم نه و اخيستى.

ويل كيږي، چې دغه سرتېري دوه كاله مخكې د خپل بل پوليس له كونډې سره واده كړى و .

محمد خان، چې خپله هم پوليس دى د حكومت پر سياست نيوكه كوي او وايي له موخې پرته سياست د لسګونو افغان سرتيرو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي .

محمد خان وايي، محفوظ بل وژل شوي سرتېري هم د خپلې خوښې له وړ پېغلې سره د كوژنې شېبې شميرلې.

په دې پېښه كې د ټپي شوي سرتېري خپلوان احمد فانوس وايي، د كورنيو چارو له وزارته غواړي، چې د بنديانو د وسلوال كيدو پېښه بايد په جدي توگه وڅېړي.

د فارياب په زندان كې د وژل شويو پوليسو د كورنى غړي وايي، كورنيو چارو وزات بايد په دې اړه جدي څېړنې وكړي.

د فارياب د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر وايي، چې بنديان په لاسي بمونو او امريكايي تومانچو سمبال ول او پېښه تر څېړنې لاندې ده.

د يادونې وړ ده، چې د بندي طالبانو له ځايه د پوليسو تر دې برج پورې درې امنيتي كمربندونه موجود دي؛ خو دا، چې دا بنديان څه ډول وسلوال شوي او تر برجه رارسيدلي تر اوسه هيڅ امنيتي چارواكي په دې اړه څه نه دي ويلي.

Trending

Exit mobile version