تازه خبرونه

د فاع وزارت د نشه‌يي توکو د قاچاق وړونکي له نیولو خبر ورکړ

Published

on

د دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو  د درېیمې لوا منسوبینو  د نغلو او ننګرهار ولایت د لویې لارې په اړوند سیمه کې د نشه‌يي توکو یو قاچاق وړونکی نیولی دی.

د دغه وزارت د خپرې شوې خبرپانې له مخې؛ د دغه وزارت د درېیمې لوا د کشفي راپور پر بنسټ یو کس له ۳۸ کیلو چرسو او ۳۶ پاکته تابلیت K سره یو ځای نیول شی دی.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه کس غوښتل دا توکي د فورونر ډوله موټر پر مرسته بلخ ولايت ته ولېږدوي.

Trending

Exit mobile version