نړۍ

د فرانسې حکومت د باور رایې په ترلاسه کولو کې پاتې راغی

د رویټرز د راپور له مخې؛ د ښي اړخو او کیڼ اړخو قانون جوړونکیو د لومړي وزیر میشل بارنیه پر وړاندې د پارلمان له ۳۳۱ رایو ملاتړ څرګند کړ.

Published

on

د فرانسې قانون جوړونکیو د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ څوارلسمه ) له حکومت څخه د باور رای واخیسته او د اروپایی اتحادیې دوه‌یم لوی اقتصادي ځواک یې له سیاسي او اقتصادي کړکیچ سره مخ کړ.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د ښي اړخو او کیڼ اړخو قانون جوړونکیو د لومړي وزیر میشل بارنیه پر وړاندې د پارلمان له ۳۳۱ رایو ملاتړ څرګند کړ.

بارنیه اوس باید خپله استعفا ولسمشر ایمانویل مکرون ته وسپاري او د خپل اقلیت حکومت درې میاشتنی پېر، چې د فرانسې په پېنځم جمهوریت( ۱۹۵۸) کې ترټولو لنډه موده وه پای ته ورسوي.

 د فرانسوي رسنیو د راپورونو له مخې؛ تمه ده، چې هغه د پنجشنبې په سهار دا کار وکړي.

ښي او کیڼ اړخو افراطي ګوندونه د بارنیه پروړاندې هغه مهال متحد شول، چې نوموړي له رایې اچوونې پرته د ځانګړي واک له لارې بودجه وړاندې کړه.

په ۱۹۶۲ کال کې له جورج پومپیدو وروسته د فرانسې هیڅ حکومت د باور رای له لاسه نده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د فرانسې سخت دریځه ګوند د مکرون د استعفا غوښتنه هم کړې ده.

Trending

Exit mobile version