Connect with us

تازه خبرونه

د فراه د ګمرک په اورلګېدنه کې د تېلو ۴ زیرمې وسوزېدې

خپور شوی

د

د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي د ګمرک د ګاز او تېلو په زیرمو کې له اور لګیدنې د سوداګرو د نفتي توکو  څلور زیرمې له منځه تللي دي.

 د افغانستان  د خصوصي سکتور د خونو فډراسیون ويلي، چې اور د ایران هېواد په مرسته وژل شوی دی.

د افغانستان د خصوصي سکتور د خونو فډراسیون مرستیال ویلي؛ د ابونصر فراهي  ګمرک د نفتي او ګازي توکو په یوه زیرمه کې اورلګیدنې د نفتي توکو څلور  زیرمې په بشپړ ډول سوځولي او مالي زیان يي هم تر اوسه ندی معلوم.

د  خصوصي سکتور غړي د افغانستان د ماليې وزارت  مامورینو د فساد او د ظرفیت نه شتون دټولو ستونزو اصلي لامل بولي.

د افغانستان د خصوصي سکتور د خونو فډراسیون مرستیال خانجان الکوزي وایي: مونږ د ستونزو ټول لامل ګمرکونه بولو؛ هلته هیڅ ظرفیت نشته د فراه نننۍ اورلګېدنه هم د ایران هېواد په مرسته مهار شوې ده او  کنه د مالي او زیاني زیان د پراختیا شونتیا ډېره وه.

د افغانستان د ماليي وزارت هم په ابونصر فراهي ګمرک کې د اورلګیدنې رامنځته  ته کیدل مني؛ خو زیاتوي، چې د دوي مامورین يي دعواملو د پیدا کولو په هڅه کې دي.

د ماليي وزارت ویاند رفیع تابع وایي: مونږ هم د نننۍ اورلګیدنې له پېښې خبر شوي یو او زمونږ همکارن په همدې موضوع بوخت دي، چې د شوی مالي زیان معلوم کړي.

د فراه والي تاج محمد جاهد ویلي؛ چې ګمرک د پراخې اړرلګېدنې لپاره پوره وسایل نلري.

نوموړي ویلي، ګې د ګمرک درې کارګر ورک دي.

د خصوصي سکتور غړي په ګمرکونو کې د ظرفیتونو د لوړولو پر ځاي د مامورینو پر بډو اخیستو نیوکې کوي.

د ابونصر فراهي  له ګمرک مخکې د اسلام کلا او له هغه وړاندې په سپین بولدک کې هم  ورته اور لګیدنې شوي، چې له سل میلیون ډېر مالي زیان خصوصي سکتور ته اوښتی دی.   

تازه خبرونه

د امیر لارښوونې د هېواد په خیر دي – سراج‌الدین حقاني

نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولان دغه لارښوونې په بشپړه توګه مني او ځانونه د هغو پلي کېدا ته ژمن بولي.

Published

on

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د خوست ولایت په لوی جومات کې د خپلې وینا پر مهال ویلي: هغه څه، چې د امیر له لوري په یوه ټاکلي چوکاټ کې د مسوولانو لپاره ځانګړي شوي؛ ټول د هېواد او ولس په خیر دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولان دغه لارښوونې په بشپړه توګه مني او ځانونه د هغو پلي کېدا ته ژمن بولي.

سراج‌الدین حقاني زیاته کړې؛ اسلامي امارت بې‌پالیسۍ ندی او د واحد مشرتابه تر رهبرۍ لاندې په یوه منظم او جوړ شوي چوکاټ کې پر مخ روان دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د اسلامي امارت چارواکو پر ځلونو د یووالي پر اړتیا، له رهبرۍ اطاعت او د ټاکل شوي چوکاټ په دننه کې د پالیسیو پر سمې پلي کېدا ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان عامې روغتیا وزیر هند ته سفر وکړ

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د تنظیم پر موخه ترسره کېږي.

Published

on

د افغانستان عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د هند د حکومت پر رسمي بلنه د یوه پلاوي پر مشرۍ هغه هېواد ته روان شو.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د تنظیم پر موخه ترسره کېږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ نورجلال جلالي به د خپل سفر پر مهال د هند له بېلابېلو چارواکو په ځانګړي توګه د روغتیایي سکټور له مسوولانو سره بېلابېلې لیدنې ولري او د سفر په لړ کې به په ټاکل شويو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

همدارنګه به د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، افغانستان ته د معیاري درملو د واردولو، طبي تجهیزاتو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه ناستې ترسره کړي.

ویل کیږي، چې له دې سفر سره به د افغانستان او هند ترمنځ د روغتیايي همکاریو نوی پړاو پیل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت رهبر د شریعت پر پلي کېدا او رښتیني خدمت ټینګار وکړ

د حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت قوانین د اسلام له دین څخه اخیستل شوي او د څو کسانو د شخصي نظر پر بنسټ جوړ شوي ندي.

Published

on

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده په کندهار ولایت کې د یو شمېر وزارتونو او ادارو د مسوولانو درې‌ورځنی اصلاحي سمینار ته د وینا پر مهال د اسلامي شریعت د اوصولو پر پلي کېدا او رښتیني خدمت ټینګار کړی دی.

د حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت قوانین د اسلام له دین څخه اخیستل شوي او د څو کسانو د شخصي نظر پر بنسټ جوړ شوي ندي.

نوموړي زیاته کړې؛ د نظام د پیاوړتیا لپاره باید ټولې چارې د اسلامي شریعت له اوصولو سره سمې پر مخ یووړل شي.

دغه راز نوموړي ویلي، چې هبة‌الله آخوندزاده په خپلو خبرو کې د یتیمانو، کونډو، معلولانو، بې‌وزلو، کډوالو او بندیانو د حقونو پر اړتیا او ساتنې ټینګار کړی او د دغو قشرونو خدمت، روزنه او پالنه یې د حکومت له اساسي مسوولیتونو څخه بللي دي.

د اسلامي امارت مشر له مسوولانو غوښتي، چې خلکو ته پر اخلاص، شفقت او د اسلامي شریعت پر بنسټ خدمت او د هېوادوالو ستونزو او اړتیاوو ته پوره پاملرنه وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!