تازه خبرونه
د فراه زندان د تنکيو ځوانانو حقوقي مدیره ووژل شوه
په فراه زندان کې د ماشومانو د پالنې او روزنې مدیره میرمن کبرا د دې ولایت په مرکز کې وژل شوې ده.
د فراه پولیسو ویاند خالد حضرتي ویلي، چې میرمن کبرا پرون مازیګر له کوره وتلې او تېره شپه وسلوالو طالبانو د ښار په څنډه کې وژلې، چې مړی یې نن سهار د فراه ښار په کوکشیب کلي کې موندل شوی دی.
خلکو ويلي، چې میرمن کبرا د فراه ښار له څلورمې ناحیې څخه، چې کور ته پر لاره وه د ناڅرګندو وسلوالو لخوا تښتول شوې او بیا یې وژلې ده.
تر دې دمه د طالبانو په ګډون هیچا د دې وژنې مسوولیت ندی منلی.
