Connect with us

لوبی

د فیفا فوټسال نړیوال جام پر اړتیاوو پوهېدل اړین دي

د دې لوبې اسانه ترسره کېدا او د لاسرسي ښه‌والي د فوټسال د روزونکیو لپاره یوه لازمي سرچینه ګرځیدلې، چې موخه یې د لوبغاړو وده او بریا ده؛ خو د فوټسال مقررات پیچلي دي – په ځانګړي توګه هغه، چې د فیفا په سږني فوټسال نړیوال جام لپاره پلي کیږي.

خپور شوی

د

فوټسال په تېرو څو لسیزو کې له نړیوال شهرته برخمن شوی او د یوې سرچینې د اټکل له مخې په ټوله نړۍ کې ۱۲ میلیون لوبغاړي دا لوبه ترسره کوي.

د دې لوبې اسانه ترسره کېدا او د لاسرسي ښه‌والي د فوټسال د روزونکیو لپاره یوه لازمي سرچینه ګرځیدلې، چې موخه یې د لوبغاړو وده او بریا ده؛ خو د فوټسال مقررات پیچلي دي – په ځانګړي توګه هغه، چې د فیفا په سږني فوټسال نړیوال جام لپاره پلي کیږي.

دلته هغه څه دي، چې تاسې ورته اړتیا لرئ او باید پرې پوه شئ.

یوه لوبه ۴۰ دقیقې غځیوي. دا په حقیقت کې ۴۰ دقیقې توپ په لوبه کې وي؛ ځکه کله، چې غږ پورته کیږي – کله، چې توپ له ډګره وځي تېروتنه اعلانیږي – وخت ساتونکي ساعت بندوي، چې لوبه بیا پیل شي.

دوه ۲۰ دقیقې نیمه پر ۱۵ دقیقو ځنډ وېشل کیږيي. که د غوراوي پړاو لوبه له ۴۰ دقیقو وروسته مساوي شي؛ د اضافي وخت دوه پېنځه دقیقې دورې به ترسره شي.

لوبډلې

د ازبکستان ۲۰۲۴ لوبډلې ۱۴ لوبغاړي لري. هره لوبډله په یو وخت کې پېنځه لوبغاړي لري؛ څلور ډګرني لوبغاړي او یو ور یا ګول ساتونکی دی؛ خو که ایستل شوي نه‌وي.

بدیلونه

روزونکي کولی شي لامحدود بدیلونه رامنځته کړي. لوبغاړی څو ځله بدلیدلی شي؛ د لوبغاړي د بدلیدنې لپاره هیڅ محدودیت نشته.

د څلور ثانیې قاعده یا قانون

یو ور ساتونکی باید توپ په خپله نیمه کې له څلور ثانیو ډېر ونه ساتي او باید خوشې یې کړي. که هغه دا کار ونکړي؛ سیالې لوبډلې ته به یوه غیر مستقیمه توپ‌وهنه وبښي. دا توپ‌وهنه د کارنر په ګډون هم باید په څلور ثانیو کې تر سره شي کنه سیاله لوبډله به له غیر مستقیمې ازادې توپ‌وهنه برخمنه شي.

ګول ساتونکي پخپل واک کې لري

یو ځل، چې ورساتونکي په خپله نیمه کې توپ لمس کړ؛ تر هغې، چې سیال د توپ مالکیت ونلري؛ اجازه نه ورکول کیږي، چې بیا په خپله نیمه کې دننه هغه لمس کړي.

توپ‌وهل

هیڅ توپ‌وهنه نشته. کله، چې توپ له کرښې ونه‌وځي یا کارنر نه‌وي توپ باید بېرته دننه شي.

راټول شوي فولونه یا تېروتنې

کله، چې یوې لوبډلې په یوه نیمه کې پېنځه تېروتنې یا فولونه کړي وي؛ هر ورپسې فول یا تېروتنه به د دوی سیال ته د دوه‌یمې پینالټۍ له ځای څخه ( ۱۰ مټرۍ) د سیالې لوبډلې د ور پر لوري پرته له خڼده توپ وهنه تر سره کوي. که تېروتنه یا فول ور یا ګول ته نږدې رامنځته شوې وي؛ کولی شي له همغه ځایه ووهل شي چېرته، چې رامنځته شوې ده. د لومړۍ نیمه تېروتنه یا فول په نیمه لومړۍ کې پاکیږي؛ خو د دوه‌یمې نیمې تېروتنې یه فول د اړتیا له مخې په اضافي وخت کې ترسره کیږي.

سره کارتونه

لوبغاړي د دوه ژیړو کارتونو یا مستقیم سور کارت له ډګره ایستل کیږي. بیا د دوی لوبډله یوازې له څلور لوبغاړو سره لوبه کوي تر هغې، چې سیال ګول ته ورسیوي یا دوه دقیقې لپاره. که سیال ګول ووهي، یا یو ځل دوه دقیقې پوره شي که نه، یو بدیل لیږل کیدی شي. ایستل شوي لوبغاړي لوبې ته د داخلېدو اجازه اجازه نلري.

چټک ورساتونکي یا ګول کیپران

چټک ورساتونکی هغه وخت وي، چې د ورساتنې لوبغاړی لنډمهاله راودانکي او د ورساتونکي دنده پرغاړه واخلي. دا کار هغه وخت ترسره کېدی شي، چې یوه لوبډله وروسته پاتې وي او هڅه کوي په برید کې له سیالې ډلې مخکې شي. یو چټک ورساتونکی باید تر شا د ورساتونکې جامې پخپل نمبر ولري.

ټایم اوټونه یا وخت تېرونه

هر مشر روزونکي یو ټایم اوټ لري، چې له کبله یې ۶۰ ثانیې لوبه له خپلو لوبغاړو سره د خبرو لپاره درولی شي. یو مشر روزونکی کولی شي یوازې هغه وخت ټایم اوټ اعلان کړي، چې توپ له لوبې ووځي او لوبډله یې بیا پیل کړي. په اضافي وخت کې ټایم اوټ نه وي.

د پینالټۍ وهل

که د ناک آوټ پړاو لوبه د اضافي وخت وروسته مساوي شي؛ د پینالټي وهل پایله ټاکي. هره هغه لوبډله، چې وروسته له پېنځه پینالټۍ مخکښه شي؛ ډګر ته ځي. که له پېنځه پینالټۍ وروسته بیا هم لوبډلې مساوي شي کچه وي، ناڅاپي مرګ به رامنځته شي. هغه لوبغاړي، چې ټپي شوي یا له لوبې څخه وتلي وي د پینالټۍ اجازه نلري.

لوبغاړي اجازه لري، چې د پینالټۍ په بهیر کې د ورساتونکي دنده تر سره کړي. لوبډلو ته اجازه ورکول کیږي، چې د پینالټۍ پرمهال خپل ورساتونکي بدل کړي.

لوبی

د افغانستان او ایران فوټسال لوبډلې ۲-۲ مساوي شوې

په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي پیوستون لوبو په چوکاټ کې خپله دوه‌یمه لوبه له ایران سره ۲-۲ مساوي کړې.

په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

د هېواد فوټسال لوبغاړو، چې د دې سیالۍ په لومړۍ لوبه کې یې تاجکستان ته ماتې ورکړې ده؛ د راتلونکې شنبې پر ورځ به د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې له مراکش سره مخ شي.

Continue Reading

لوبی

د کابل په لویدیځ کې د فوټسال له ملي اتلانو بې ساری هرکلی وشو

د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.

Published

on

د افغانستان فوټسال لوبډلې په آسیایي اتلولۍ کې د ایران پر وړاندې ​​له تاریخي بریا وروسته په کور دننه او بهر افغانانو خپله دغه لاسته راوړنه د افغان سپورت په تاریخ کې یوه بې ساري او ویاړلې پېښه وبلله.

د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې د دشت برچي سړکونه د سیمې له زرګونو اوسېدونکو ډک دي له لېوالتیا سره د خوښۍ او ویاړ پر غږ پورته کولو له افغان آسیایي اتلانو تود او بې ساری هرکلی کوي.

دغه پراخه لېوالتیا د افغانانو د یووالي او ملي ویاړ څلی ګرځېدلی او په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې ورسره د خلکو پوره مینه وځلول شوه.

Continue Reading

لوبی

افغان فوټسال ۱۷ کلنې لوبډلې په آسیايي سیالیو کې پایلوبې ته لار وموندله

د افغانستان ځوانې لوبډلې د لوبې په بهیر کې نه‌ستړې کېدونکې هڅې ترسره  او خپل  ځانګړی هوډ ښکاره کړ. له دې بریا سره، افغانستان د اتلولۍ پایلوبې ته ورسېد.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ځوانو لوبغاړو د آسیایي سیالیو په نیمه‌ پایلوبه کې ټایلینډ ته ۹ ـ ۱ ماتې ورکړه او د ۲۰۲۵ کال د آسیا ځوانانو پایلوبې ته لار پیدا کړه.

د افغانستان ځوانې لوبډلې د لوبې په بهیر کې نه‌ستړې کېدونکې هڅې ترسره  او خپل  ځانګړی هوډ ښکاره کړ. له دې بریا سره، افغانستان د اتلولۍ پایلوبې ته ورسېد.

افغانستان به د پنجشنبې پر ورځ له خپل سیمه‌‌ییز ځواکمن سیال ایران سره مخ شي او دواړه لوبډلې به د آسیایي ځوانانو لوبو اتلولۍ ته د رسېدو لپاره ولوبیږي.

د سپورټ شنونکو د افغان ځوانانو له تاکتیکي نظم او بریدګر مزاج ستاینه کړې او د دوی پرمختګ یې په افغانستان کې د فوټسال د پرمختګ لپاره یو د ټینګار وړ پړاو وباله.

دې تاریخي بریا په ټول هېواد کې د فوټسال مینه‌والو ترمنځ جشنونه راوپارول او ډېر یې د افغان فوټسال راتلونکي ته هیله من کړل.

د یادونې ده، چې ۱۷ کلنه فوټسال ملي لوبډله به د دې سیالیو په پایلوبه کې سبا پنجشنبه له ایران سره مخ شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!