روغتيا
د قابلو نړیواله ورځ؛ د م.م وګړو صندوق د میندو د ژغورنې لپاره د قابلو پر زیاتېدا ټینګار وکړ
دې ادارې ویلي، چې پر یو میلیون نورو قابلو پانګونه د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو تر ټولو اغېزمنه لاره بلل کېږي؛ ځکه دا کار له زېږون مخکې پاملرنې، خوندي ولادت او له زېږون وروسته د پاملرنې چوپړتیاوو ته لاسرسی پراخوي.
د قابلو له نړیوالې ورځې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو وګړو صندوق په افغانستان کې د یوه پیغام پر خپرولو د میندو او نوو زېږېدلو ماشومانو د مړینې د کمولو لپاره د قابلګۍ په برخه کې د پانګونې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دې ادارې ویلي، چې پر یو میلیون نورو قابلو پانګونه د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو تر ټولو اغېزمنه لاره بلل کېږي؛ ځکه دا کار له زېږون مخکې پاملرنې، خوندي ولادت او له زېږون وروسته د پاملرنې چوپړتیاوو ته لاسرسی پراخوي.
په پیغام کې راغلي، چې قابلې د روغتیايي نظام مهمه برخه ده او کولی شي د ډېرو مخنیوي کېدونکو مړینو مخه ونیسي. په ځانګړي توګه په هغو هېوادونو کې لکه افغانستان، چې د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.