نړۍ

د قذافي زوی د لیبیا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شو

Published

on

د لیبیا د ټاکنو کمیسیون څرګنده کړې؛ د لیبیا د پخواني ډیکتاټور مشر معمر قذافي زوی او پخواني وارث د یکشنبې پر ورځ د راتلونکې میاشتې ولسمشریزو ټاکنو ته خپله نوماندي په ډاګه کړې ده.

آسوشیتدپرس د لیبیا د ټاکنو کمیسیون د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ سیف الاسلام، چې د ۲۰۱۱ زېږدیز کال د پاڅون په تړاو د بشریت ضد جرمونو پر تور د جرمونو نړیوالې محکمې ته مطلوب شوی، د پلازمېنې طرابلس د ۶۵۰ کیلومترۍ په سویل کې د سبها په ښارګوټي کې د خپلې نوماندۍ اسناد وړاندې کړل.

د معمر قذافي زوی د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې د زینتان په ښارګوټي کې د جنګیالیو له خوا ونیول شو. دا هغه کال دی، چې د ناټو په ملاتړ ولسي پاڅونوالو له ۴۰ کلونو څخه په واک کې د هغه پلار له واکه وغورځاوه.

معمر قذافي د ۲۰۱۱ کال په اکتوبر میاشت کې د کورنۍ جګړې د پیل په بهیر کې ووژل شو.

سیف الاسلام کمرې په یوه ویډیو کې، چې د یوه ټاکنیز چارواکي لخوا خپره شوی له کلونو وروسته د لیبیا په دودیزو کاليو، پګړۍ او عینکو کې څرګند شو او خلکو ته یې ویلي، چې خدای به د هېواد د راتلونکي لپاره سمه لاره رامنځته کړي. دغه ۴۹ کلن نوماند، چې د لندن د اقتصاد په پوهنځي کې یې پی ایچ ډي ترلاسه کړې.

هغه د ۲۰۱۱ زېږدیز کال له پاڅون مخکې د قذافي د رژیم د اصلاح غوښتونکي څېره لرله او د ۲۰۱۷ کال په جون کې له پېنځه کلونو بند وروسته خوشې شوی دی.

نوموړي د جولای په میاشت کې نیویارک ټایمز ته ویلي وه، چې هغه د هېواد د لوړ مقام  لپاره د سیالۍ په اړه فکر کوي او نوماندي یې ورته شونې ده.

د نوموړي نوماندي په وېشل شوي هېواد کې د جنجال د شونتیا خبرې هم راپورته کړې دي.

ټاکل شوې، چې په لیبیا کې د ډیسمبر پر ۲۴ د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.

د ملګرو ملتونو په مشرۍ له کلونو هڅو وروسته لیبیا د یوه ډیموکراټیک راتلونکي لپاره هڅې پیل کړي او په دې هېواد کې یې جګړه تر درېدو رسولې ده.

د قذافي له نسکوریدو او وژلو وروسته، د تېلو بډایه لیبیا د تېرې لسیزې ډېره برخه د سیالو حکومتونو ترمنځ په وېش کې تېره کړه.

د یادونې ده، چې نوموړی به په مرکز  او ختیځه برخه کې دوه سیالان هم ولري.

Trending

Exit mobile version