Connect with us

تازه خبرونه

د قرغزستان پخوانۍ ولسمشره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې وټاکل شوه

Published

 on

(Last Updated On: وږی ۱۲, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د جمعې پر ورځ د قرغزستان پخوانۍ ولسمشره د افغانستان لپاره د دې بنسټ د نوې ځانګړې استازي په توګه وټاکله.

ملګرو ملتونو په یوه بیان کې په ډاګه کړې؛ روزا اوتونبایوا به د دیبرا لینز ځای ونیسي، چې د جون په نیمایي کې له دندې ګوښه شوې ده.

اوتونبایوا له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د قرغزستان د ولسمشرې په توګه او درې ځلې د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه دنده ترسره کړې.

نوموړې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۰ پورې د خپل هېواد د پارلمان غړې وه او په ۱۹۹۱ کال کې یې د لومړي وزیر د مرستیالې په توګه دنده ترسره کړې ده.

اوتونبایوا په امریکا او کانادا کې (۱۹۹۲-۱۹۹۴) د قرغزستان د سفیرې په توګه هم دنده ترسره کړې او په انګلستان کې (۱۹۹۷-۲۰۰۲) سفیره وه.

اوسمهال، هغه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د لوړې کچې د مشورتي بورد غړې ده.

اوتونبایوا د مسکو د دولتي پوهنتون څخه د فلسفې دوکتورا لري او له همدې پوهنتون د فلسفې له پوهنځي څخه د لیسانس لرونکې هم ده.

تازه خبرونه

په کابل ښار کې ځانمرګي ۶ کسان وژلي او ګڼ نور ټپیان دي

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۲)

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي؛ د کابل ښار د ملک اصغر په څلورلارې کې یوې امنیتي پوستې ته نږدې په ځانمرګي برید کې ۶ عام وګړي وژل شوي او د درې امنیتي ځواکونو په ګډون ګڼ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ويلي، نن د کابل ښار د دوه‌‌‌یمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۶ کسان وژلي او یو شمېر نور ټپیان دي.

عبدالنافع تکور وايي: مخکې له دې، چې ځانمرګى هدف ته ورسېږي؛ د امنيتي ځواکونو لخوا وپېژندل شو او له وژل کېدو وروسته يې چاودېدونکیو توکو چاودنه وکړه.

د کابل ایمرجنسي روغتون ویلي، چې د پېښې له ځایه د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۱۲ ټپیان روغتون ته رالېږدول شوي، چې دوه  نورو یې پر لار ساه ورکړې ده.

تر دې دمه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت پرغاړه ندی اخیستی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د داعش د مشرانو وژل کېدا به دې ډلې ته یو مهم ګوزار وي

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۲)

خلیلزاد تویت کړی، چې اسلامي‌امارت د دوحې په تړون کې له داعش سره د مبارزې ژمنه کړې او د داعش د دغو مشرانو له منځه وړل د ژمنتیا ښکارندویي کوي.

د افغانستان لپاره د واشنګتن پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې پر ورځ تویت کړی؛ که د داعش د درې لوړپوړیو غړیو د وژلو ادعا تائید شي، دا به د افغانستان په شمال کې د داعش لپاره یو ستر ګوزار وي.

نوموړي زیاته کړې؛ امریکا او طالبان کولی شي، چې د دوحې هوکړې بشپړ پلي کیدو ته خپلې اړیکې زیاتې کړي؛ ځکه دا د امریکا او طالبانو په ګټه ده.

د یکشنبې پر ورځ اسلامي امارت په ډاګه کړه، چې په بلخ ولایت کې یې پر ځانګړیو عملیاتو د داعش درې مهم غړي وژلي دي.

د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست څرګنده کړې؛ د داعش ډلې پخوانی والي او دوه‌یم نمبر مشر مولوي ضیاءالدین، د خراسان څانګې د شورا غړی ابو عمر افریدی او د داعش د پوځي روزنې مسوول استاد سلمان تاجکستانی له منځه وړل شوي دي.

د استخباراتو عمومي ریاست ويلي، مولوي ضیاءالدین له شهاب المهاجر مخکې د خراسان لپاره د داعش والي او د اداري او قضايي چارو مسوول و.

یادې سرچینې زیاته کړې؛ استاد سلمان د تاجکستان تبعه او د پوځي روزنې او چاودیدونکیو توکو په جوړولو کې څانګوال او متخصص و.

د دغه رياست د څرګندونو له مخې، دغو کسانو د کابل، بلخ او فارياب په بريدونو کې لاس درلود.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې د اړوند سیمې په ځانګړیو عملیاتو کې د داعش د هغه غړی وژل هم تائید کړل، چې د کورنیو چارو وزارت پر جومات یې د برید مشري کړې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د مهاجرینو د چارو وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۲)

د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د حج په مراسمو کې د ایران مېشتو افغانانو پر ګډون، تګ راتګ، همکارۍ او په بېلابېلو پېښو کې د وژل شويو کسانو د جسدونو د لېږد پر چټکتيا او اسانتيا، له افغان کډوالو سره ښه چلند او نورو اړوند ستونزو خبرې کړې دي.

دغه راز دمهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ حسن کاظمي قمي ویلي؛ هڅه کوي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم نږدې کړي او د یادو مسایلو په اړه له خپلو چارواکو سره خبرې وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!